ننواتې يا د مجرم لخوا مقابل لورې ته د پسه ور وستل

زمونږ په ټولنه کې د نورو کرغيړنو د اسلام خلاف دودونو تر څنک يو د ننواتې دود  او رواج دی هغه داسې چې : د دوه يا څو کسانو تر مينځ څه شخړه او جنجال وشي او کوم څوک پر چا باندې تيری وکړي او بيا غواړي چې د خپل تجاوز او تېري په هکله روغه وکړي نو د هغه کور ته ننواتي ورځي او عذر ور څخه غواړي دغه ننواتې د جرم په لحاظ مختلفې جريمې لري .

مثلاً که جرم کم وي نو ملامت لورې يوازې يا د کور د څو کسان سره ننواتې ورځي او که جرم لوی وي سر ، لاس يا کوم بل اندام يي ور مات کړی وي او هغه غټه کورنۍ او خاندان وي بيا نو تيري کونکي خپل پټکی په غاړه کې اچوي پسه ، غوائی يا بل څاروی له ځانه سره کوي د ولس مشران له ځانه سره بيايي او د خپلې ګناه عذر ور ته کوي او کله چې ننواتې قبوله کړي مرکچيان يا جرګې واله را ټوليږي د اندام د ماتيدو يا سر ماتي د پاره جرمانه ټاکي چې هغه بايد له ځنډ پرته قبول کړي .

او کچيرې څوک د مرکې يا جرګې واله فيصله ماته کړي نو هغه سپک او د قوم له قانون څخه وتلی بلل کيږي کلی او ولس له هغه سره اړيکي شکوي

مړی او ژوندی ور سره ترک کوي .

مخکې دا مطلب واضح شو چې په  اسلامې شريعت کې د دوو کسانو په مينځ کې روغه کول لوی اجر لري او چا چې تجاوز کونکي ته عفوه وکړه نو دا يقيناً نيک عمل دی خو په صلح کې شرط دا دی چې حرام حلال او حلال حرام نشي ، د ظالم تقويه ونه شي د څه شي مثلاً جرماني لزوم نه وي .

همدارنګه په دغه ننواتې کې چې کوم څاوري مثلاً پسه ور ورستل کيږي د هغه د غوښي خوړل حرام دي ځکه کوم څاوروي د غير الله په نوم اوچت کړ شي د هغه د غوښي خوړل حرام دي ، مګر دا چې هغه چا ته خيرات کړي او پخپله يې نه ذبحه کړي او نه يي وخوري .

دا دود هم دی چې کله دوه کسان جنک وکړي يا د بل مال په ناحقه وخوري بيا نو د يوه پياوړي او زورور شخص کور ته ورځي او د هغه په دروازه يا پښو کې پسه ذبحه کوي ددې لپاره چې هغه په ده باندې ننګ وکړي او د مدعي له منګلو يي خلاص کړي زورور کس د ده پنا قبلوي او هغه ته د هر ډول مرستي ډاډ ورکوي .

مخکې مو وويل چې ددې څاروي د غوښي خوړل حرام دي ځکه چې الله جل جلا له  فرمايي :«وَمَا اُهِل لِغَيرِ الله»  يعنې: د هغې عوښي خوړل حرام دي چې د غير الله نوم پرې واخيستل شي .

ټولو مفسرينو په اتفاق سره د دغه ډول څاروي د غوښو خوړل حرام ګڼلي دي چې هغه په ننواتې ، حاکم او خان او پير ته يا د کوم بزرګ پر قبر باندې حلال کړ شي او دغه ټول يي د پورتنې آيت په حکم کې شامل کړی دي .

بل دا چې مجرم ته پنا ورکول حرام دي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح )

يعنې : څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

او که مظلوم وي د مظلوم مرسته کول شرعاً لازم دي خو د څاروي ذبحه ، د ښځو وروستل ، د قرآنکريم وروړل حرام دي .

الله جل جلا له  فرمايي:[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] ([1] ).

يعنې : په نيکی او پرهيزکاری کې يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ.

لڼده دا چې پورته دود د اسلامې شريعت خلاف دود دی د هغې له مينځه وړل د ټولو مسلمانانو مسئوليت دی .

مګر که د صلحې او روغې جوړې وروسته د جنجال څخه د خلاصون په نيت حيوان ذبحه شي يا د صلح مجلس ته د ميلمستيا په نيت ذبحه شي باک نلري.

[1] – سورة المائدة :۲ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email