نوم : سيد محمد مهمند

په پور يا قرض باندې زکات شته او که نه

نوم : سيد محمد مهمند

پوښتنه :زما پښتنه دا ده چه پر چا دی قرض  وی په هغه مال زکات واجبیږي او یا زما پر یو چا باندې قرض دی او فکر نه کوم چه هغه سړی به ما ته زما قرض راکړي ، نو پدی صورت کی پر ما زکات د هغه مال فرضیږي چه وریی کړم او که څرنګه ؟

په شريعت کې پور يا قرض هغه پیسی يا کوم جنس دی چې د چا په ذمه پاتی وي .
د زکات د احکاموپه لحاظ د پور يا قرض څلور صورتونه دی
۱- هغه چې چا د بل کس سره پور يا قرض کړی وي يا سوداګر د پیسو په بدل کې مال په مشتري خرڅ کړی وي او قرض دهغه په ذمه پاتې وي نو که دا رقم په يو ځل وصول شي نو دټولو به زکات ورکوي او که د څو کالو نه پس وصول شي نو بيا به د ټولو کالو زکات ورکوي .
اوکه لږ لږ وصول کيږي دهمدی وصول شويو په اندازه به زکات ورکوي ، اوکه دومره کم وي چې د زکات د نصاب له پنځمې برخې هم کم وي نو بيا پدې کې زکات نشته .
دې ته په فقهی اصطلاح کې (دين قوی) وايی .
۲- بل د مهر قرضه ده چې د ښځې په خاوند پاتې وي پدی رقم کې هغه وخت زکات واجبيږي چې کله قبضه شي او پوره يو کال ورباندې تير شي .
۳- دريم صورت دادی چې څه مال يې خرڅ کړی وي خو دغه مال تجارتی مال نه وي پدې مال هم هغه وخت زکات واجب دی چې وصول شي او دنصاب اندازی ته ورسيږي او که لږ لږ وصول شي په هغی کې زکات نشته .
دې قرض ته په فقهی اصطلاح کې (دين وسط ) وايي .
 
۴- داسې قرض چې تر لاسه کول يې ګران وي او د وصول کولو څه اميد يې نه وي پدی کې زکات نشته .
البته که ناڅاپه وصول شي نو بيا به د پوره مودې زکات ادا کوي .
دې قرض ته په فقهی اصطلاح کې (مال ضمار) وايي .
نو وروره ستاسو باندې اوس زکات نشته که کوم وخت قرض وصول هغه وخت اداکيږي.
(اسلامې فقه ص ۲۴۳)، (خلاصه فتاوی ج ۱ ص ۲۳۸) ،(جديد فقهی مسائل ص ۱۱۷) ،
(فتاوی هنديه ج ۱ ص ۸۹ ) .
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 93 times, 1 visits today)