د مساجدو امامانو ته د معاش ورکول

محترمو استادانو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زما پوښتنه دا ده چې په کلیو او باڼډو کې چې ملایان صاحبان د کلیوال څخه د نارینه غړو په سر پیسې تاکي او اخلی ېې څه حکم لري ځینې علما وایی چې حرامې دي. نو که حرامې وی بیا د مقتدیانو لمونځ څنګه دی؟
په خورا دینښت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصل دا دی چې د مساجدو امامانو ته به د بيت المال څخه معاش ورکول کيږي ، دا چې اوس عصر کې له بيت المال څخه معاش نلري يا بيت المال د داسې کسانو لاس ته لويدلی دی چې د هغوی د دين د شعائرو لحاظ نه ساتي .

نو پر عامو مسلمانانو باندې واجب ده چې د مساجدو قيام وکړي لکه : د جومات تعمير د امام او مؤذن معاش او همدارنګه معنوي تعمير لکه : په جومات کې پنځه وخته لمونځ کول .

الله سبحانه وتعالی فرمايي  :[ إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ](التوبة:18).

ژباړه : يقيناً د الله پاک جوماتونه هغه څوک آبادوي چې پر الله تعالی او آخرت ايمان لري لمونځ کوي زکات ورکوي او له الله پرته ( له بل چا څخه ) نه ويريږي نو هيله ده چې دغسې کسان د سمې لارې موندونکي وي .

په هغه صورت کې چې د بيت المال معاش نه وي يا په هغه باندې نفقه نه برابريږي نو هغوی ته به د کليوالو لخوا معاش ورکول جايز او دا د اوس عصر يو ضرورت دی کچېرې داسې ونشي نو جوماتونه خاره کيږي .

الْمُتَأَخِّرِينَ أَجَازُوا الإِجَارَةَ عَلَى تَعْلِيمِهِ اسْتِحْسَانًا. وَكَذَا مَا يَتَّصِلُ بِإِقَامَةِ الشَّعَائِرِ كَالإِمَامَةِ وَالأَذَانِ لِلْحَاجَةِ . (الموسوعة الفقهية ۱/۲۹۱ ).

قوله ( ويفتى اليوم بصحتها لتعليم القرآن الخ ) قال في الهداية وبعض مشايخنا رحمهم الله تعالى استحسنوا الاستئجار على تعليم القرآن اليوم لظهور التواني في الأمور الدينية ففي الامتناع تضييع حفظ القرآن وعليه الفتوى اه

وقد اقتصر على استثناء تعليم القرآن أيضا في متن الكنز و مواهب الرحمن وكثير من الكتب وزاد في مختصر الوقاية و متن الإصلاح تعليم الفقه وزاد في متن المجمع الإمامة ومثله في متن الملتقى و درر البحار وزاد بعضهم الأذان والإقامة والوعظ وذكر المصنف معظمها ولكن الذي في أكثر الكتب (حاشيه ابن عابدين ۶/۵۵ ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email