د زکات او صدقاتو بدعات

۱- صدقه فطر او يا عشر او زکات د امامت په اجرت کې ورکول:

شرح التنوير ليکي: زکات په اجرت کې ورکول جايز نه دي که څه هم د امامت اجرت وي ([1]).

 ځکه قرآنکريم د زکات او صدقاتو د مصرف ځايونه تعين کړی دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ]([2])  .

ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .

که امام فقير او د زکات مستحق وي هغه ته د فقير او مستحق په نيت د امامت د اجرت څخه علاوه زکات يا سرسايه ورکول جايز دي .

فقه حنفي ابومختار د مجالس حکيم امت اشرف علي تهانوي په حواله ليکي: په اکثره مناطقو کې امامانو ته د امامت د اجرت په بدل کي عشر يا زکات ورکوي ، يا د تراويح د امامت په بدل کي فديه ورکوي ، په دغه شان نه زکات ادا کيږي او نه هم امام ته دغه مال حلال دی بلکي هغه ته د دغه مال اخيستل حرام دي([3]).

۲- کچېرې د صدقې او خيرات لپاره د جمعې ورځ يا کومه بله ورځ ددې لپاره وټاکل شي چې په دغه ورځ خلک رخصت وي باک نلري مګر په دې نيت سره يو ورځ ټاکل چې نظر نورو ورځو ته پدغه ورځ کې د خيرات او صدقې فضيلت زيات دی بدعت دی .

تخصيص المسلم عبادة بزمان أو مكان معين لم يرد به الشرع ، من غير اعتقاد أن لذلك الزمان أو المكان فضل معين ، وإنما هو لِظَرفٍ يعرض له ، فيحتاج معه إلى هذا التخصيص ، ليس من البدعة في شيء ، ولا بأس به ، فالإحداث في الدين هو الذي قصد فيه المتعبد الإحداث والاختراع بإضافة ذلك إلى الشريعة والدين ، أو هو الذي يكون ذريعة مفضية إفضاء غالبا إلى ذلك ، فحينئذ يقع المسلم في البدعة .[4]

۳- په نوي کور باندې د ذبحې او خيرات حکم څه دی ؟

مستحبه ده چې کله يو مؤمن باندې د الله تعالی نعمت وشي نو هغه شکر

ادا کړي ، شکر په قول سره لکه : الحمدلله او ثناء ويل او يا الله تعالی د نږېوالي کوم عبادت سره ، يا ذبحه کول او دعوت برابرول او د مساکينو لپاره صدقه کول .

جاء في الموسوعة الفقهية : “يستحبّ تجديد الشّكر عند تجدّد النّعم لفظاً بالحمد والثّناء ، ويكون الشّكر على ذلك أيضاً بفعل قربة من القرب ، ومن ذلك أن يذبح ذبيحةً أو يصنع دعوةً ، وقد ذكر الفقهاء الدّعوات الّتي تصنع لما يتجدّد من النّعم ، كالوكيرة الّتي تصنع للمسكن المتجدّد ، والنّقيعة الّتي تصنع لقدوم الغائب” ([5]) .

د شکر په نيت چې د الله په توفيق سره مې دغه کور جوړ او پخير ختم

کړ او دا چې الله تعالی د کور څښتن وګرځولم په دې نيت ذبح کول د اقرباء او ګاونډيانو دعوت باک نلري کار د خير دی .

مګر په دې نيت د حيوان ذبحه کول چې ددې کور څخه د جنياتو او بلاوو ضرر دفع شي ، يا که په نوي کور نوي سپرلۍ باندې ذبحه او وينه تويي نشي نو هغه سپره ګنل د جاهليت عقيده ده داسې کول حرام دي .

او همداسې د دروازې په وينه سره کول ، د سپرلۍ په وينه سره کول او دا کار مبارک ګنل د جاهليت او شرک عقيده ده .
جاء في فتاوی اللجنة الدائمة :
“إذا كانت هذه العادة – أي : الذبح عند عتبة البيت الجديد – من أجل إرضاء الجن وتجنب المآسي والأحداث الكريهة : فهي عادة محرمة ، بل شرك ، وهذا هو الظاهر من تقديم الذبح على النزول بالبيت ، وجعله على العتبة على الخصوص .
وإن كان القصد من الذبح إكرام الجيران الجدد ، والتعرف عليهم ، وشكر الله على ما أنعم به من السكن الجديد ، وإكرام الأقارب والأصدقاء بهذه المناسبة ، وتعريفهم بهذا المسكن : فهذا خير يُحمد عليه فاعله ، لكن ذلك إنما يكون عادة بعد نزول أهل البيت فيه لا قبل ، ولا يكون ذبح الذبيحة أو الذبائح عند عتبة الباب أو مدخل البيت على الخصوص ” انتهى .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – تنوير وشرحه ۲/۴ ، کفايت المفتي ۴/۲۹۴ .

[2] – سوره التوبه :۶۰

[3] – فقه حنفي ابوالمختار ص ۳۶۶ او مجالس حکيم امت اشرف علي تهانوي

[4] – قواعد معرفة في البدع ص ۱۸-۲۳ .

[5] – الموسوعة الفقهية ۲۶/ ۱۸۰-۱۸۱ .

Print Friendly, PDF & Email