د نفس د تزکيه په باره کې يوه لنډه رساله

دا لنډه رساله د ابن قيم رحمه الله له خبرو څخه اخيستل شوی ده چې هغه د بشر د زړه په دردونو او دهغه په داروګانو او د زړه د درمان په چارو ښه پوه وو .
ما دغه رساله پر څو حصو ويشلې ده او د هرې برخې د پاره مې عنوان ورکړی دی تر څو د لوستونکو ذهن تيت او ستومانه نه کړي .
د نيکبختۍ نښانې :
امام ابن قيم رحمه الله د بنده نيکبختي په دريو شيانو کې ويني :
۱- که هغه ته نعمت ورسيږي نو د هغه شکر ادا کوي .
۲- که په کوم غم او تکليف مبتلا شي صبر کوي .
۳- که د کومې ګناه مرتکب شي استعفار کوي او عفوه غواړي .
دا دری امور د يوه بنده د دنيا او آخرت د سعادت او نيکبختۍ سبب ګرځي .او ممکنه نه ده چې يو نيکبخته سړی دې ددې دريو امورو نه خالي وي ځکه بنده هميشه په همدې دريو طبقو کې تګ را تګ کوي .
۱- د نعمت شکر :
اول دا چې د الله تعالی د جانبه په بنده باندې د کوم نعمت پرزوينه وشي هغه نعمت په شکر سره استقبال کړي .
د شکر دری ارکان دي :
۱– په نعمت اعراف کول (چې دغه نمعت ماته د الله تعالی د جانبه را کړ شوی دی ) .
۲- د نعمت په اړه خبرې کول او د هغه ښکاره کول .
۳- د نعمت خرڅول د نعمت د عطا کوونکي په لار کې .
مثلاً يو سړی د خپل مال زکات ورکوي چې دا زکات ورکول په نعمت اعراف شو (چې زه فقير وم الله تعالی په خپل فضل غني وګرځولم او په ما باندې يې د مال پرزوينه وکړه نو نن ورځ د خپل مال نه ډيره کمه حصه 2.5٪ به په خوشحالی او په ښه زړه سره پر فقيرانو ويشم ) نو په مال کې زکات او صدقات ورکول خپله ددې نعمت حق شو او شکرانه يې شوله .
او څوک چې زکات نه ورکوي هغه په دې ګمان وي چې دا مال ما پخپلو منډو تړلو ګټلې دی او بس د مال په خرڅ کولو بخيل وي چې دا خپله د نعمت څخه انکار دی .
۲- په مصيبت باندې صبر کول :
دوهم دا چې په بنده باندې د الله تعالی د جانبه کومه سختي ،تکليف ،غم او پريشاني راشي دی به صبر کوي .
صبر هم دری ارکان لري :
۱– تقدير ته تسليميدل او د نفس ساتنه له نا خوښئ او اعتراض څخه .
۲- د ژبې ساتنه له شکايت څخه .
۳- د بدن د اندامونو ساتل له ګناه څخه لکه د مخ او سر وهل ، د ويښتانو شکول د ګريوان او جامو څيرول او داسې نور .
که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د بنده حال د غم نه خوشحالۍ ته ، د تکليف نه آسانۍ ته د زحمت نه راحت ته بدل کړي .
په مصيبت او سختۍ کې څه حکمت دی ؟ …. بيا
Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. سبحان الله ډیر په زړه پوری مطلب وه الله ج مو کامياب لره
    امين ثم امين

  2. ددعوت د اداری محترم ورونو ته
    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    تاسی چی کوم معلومات د نفس د تذکی لپاره خپاره کړی ډیر مفید او غوره معلومات دی کیداشی زه هم لاندی موضوع لتاسی سره شریکه کړم :
    رسول الله ص حدیث مبارک دی چی فرمایی : حاسبو قبل انتحاسب
    له ځان سره حساب وکړی مخکی لدی چی لتاسی سره د قیامت په ورځ جساب وشی یعنی ، که ګناهونه دی کړی وی نو د الله څخه یی بخښنه وغواړهاو توبه اوباسه ، که د چاحق درسره وی وریی کړه ، که په عباداتو کی دس سستی او تنبلی کړی اویادی نه وی ادا کړی دفرضی اعمالو تر څنګ زیات نفلی عبادات وکړه ، په خیر کارونو کی زیات کوشش وکړه ، د مظلومانو سره کومک شه ، صدقه او خیراتونه زیات کړه ،حج ته لاړ شه او که د چا حق درسره وی ورته یی وریی کړه خکه دا تول کارونه ستا د راتلونی امتحان سوالونه او حالا ت اسانوی د ګناهونو بار دی کموی او د الله ته دنزدیکت باعث دی ګرځوی (دغه کارونه تا یواځی ،کلی،وطن او بالاخره دنیا هم اصلاح کوی
    وما علینا الی البلاغ