که د غسل پر مهال مني ووځي

ايا په سړی يا په ښځه غسل واوړي غسل اوکړي او د غسل نه پس يې بيا اوبه راشي غسل کيږي ؟

کراچۍ پاکستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غسل پر مهال د مني وتل له دوو حالتونو څخه خالي نه دي

اول- د شهوت پرته چې دا د مخکې مني پاتې برخه ګنل کيږي د غسل تکرار ته ضرورت نشته ، که يې غسل کړی وي يوازې اودس به کوي .

دوهم – مګر که په شهوت سره وي نو د غسل تکرار او له سره غسل کول واجب دي ځکه چې په شهوت سره د مني په وتلو سره غسل واجبيږي .

جاء في الموسوعة الفقهية (5/220) : ” اتفق الفقهاء على أن خروج المني من موجبات الغسل, بل نقل النووي الإجماع على ذلك …”

أما إن كان لغير شهوة وإنما هو بقايا المني الأول ، فهذا ينتقض وضوءه ، ولا يلزمه إعادة ما قد غسله

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email