په ودونو کې ناروا رواجونه او بدعتونه

۱- وليمه ( د نکاح لپاره د را جمع شويو خلکو خوراک ) کې به د هغه اهل ، خپلوان ، ګاونډيان او ملګري هغه که غنيان وي يا فقيران شامل وي داسې به نه وي چې یوازې د مالدارو لپاره خاص وي.

نن مونږ وينو چې په په ودونو او خيراتونو کې په سوونو خلک برخه اخلي

خو که څو تنه سوالګر او نا بللي فقيران د دروازې خواته راشي نو پر

هغوی باندې دروازه تړل کيږي او تړل کيږي .

 د مسلم شريف حديث دی : شر الطعام طعام الوليمة يُدعى إليها الأغنياء ويترك الفقراء.

 (بدترين خوراک د وليمې هغه خوراک دی چې هغه ته مالداره رابلل کيږي او فقيران پريښودل کيږي ).

اصل دا دی چې د وليمې خوراک به خاوند ادا کوي ، د خاوند او ميرمنې تر منځ مشترک هم جايز دی او جلا جلا هم جايز دی([1])

۲- د نا محرمو او بيګانه ښځو په مينځ کې د زوم درول ، ناوی او زوم يو ځای دروي يا هغه پر يوه تخت کښينوي په داسې حال کې چې نا محرمې ښځې هم سره را ټولې وي دا کار شرعاً حرام دی.

۳- ناوی ته د زوم د کور مشر ور وستل تر څو هغه ته بوټ ور پښو کړې يا د هغه پر سر شال اچول ددې د پاره چې بيا د ناوی تابع شي .

۴- د خينې (نکريزو ) رسم په لاندې دلائلو نا روا دی :

اول- په نکريزو باندې زينت ښځو ته خاص دی او د نارينه د پاره داسې کول د ښځو سره مشابهت دی ([2]).

دوهم – په ځنو خلکو کې داسې عقيده ده چې کچېرې د زوم لاس په نکريزو باندې سور نشي نو د اولاد د بې برکتی او يا سحر سبب ګرځي چې دا عقيده لرل شرک او د ايمان بالقدر سره په ټکر کې ده .

دريم – په نکريزو باندې د زوم د لاس رنګول اکثراً د نا محرمو ښځو لخوا تر سره کيږي چې داسې کول جواز نلري .

۵- د زوم يا ناوې لخوا د ګوتې سوغات :

په ځنو خلکو کې رواج دی چې د واده په شپه زوم ناوې ته ګوتې ور په ګوته کوي او په ځنو هيوادونو کې رواج دی چې پدغه ګوتې باندې د ميرمنې او خاوند نوم ليکل شوی وي او هغه د نکاح په شپه يو بل ته هديه کوي دا کار شرعاً څه حکم لري ؟

ځواب : د واده په شپه د ګوتې سوغات او يا ور په ګوته کول د مسلمانانو له عاداتو څخه نه دی بلکي د کافرانو تقليد دی،کچېرې د کافرانو د تقليد او پيروي په نيت نه وي او د جلب محبت په نيت نه وي باک نلري مګر ترک يې اولی او افضل دی([3]) .

۶- د خاوند د اهل څخه د خليتي اخيستل څه حکم لري ؟

په ځنو خلکو کې رواج دی چې د مهر او ولور علاوه د خاوند له اهل څخه د ښځې کورنۍ د خليتي په نوم د خپلوانو لپاره څو جوړه لباسونه او همدارنګه نور څه غواړي او کچېرې ادا نه کړي د ښځې د واده ممانعت کوي ؟

ځواب : ددې شيانو اخيستل په هر نامه چې وي جواز نلري او رشوت دی.

جاء في الدرمختار : «‌أخذ اهل المَرأةُ شـیئاً عـند التسـليم فـللزوج أن  یسـتر‌ده لانـه رشوة‌» ([4]‌).

۷- د ناوی موټر ، اوښ يا سورلۍ ته د چرک يا پسه حلالول ، د موټر او سورلی په وينو باندې سره کول ([5])

۸- د نکاح د تړلو پر مهال پردی سړی د ناوی له لخوا د پلار نيول او بيا هغه په درواغو د هغې په لکونو مهر مقرروي چې يوه روپۍ هم ناوی ته د مهر په توګه نه ورکول کيږي ، او دغه د درواغو پلار پخپله خوښه په داسې حال يو د بل په نوم بخښې چې يوه روپۍ هم په لاس کې نه لري ، دا ټول په اسلامي شريعت پوري ملنډې وهل ، بدعت او د ناوی د حقوقو پيمالول دي .

۹- د بدل نکاح داسې چې يوه ښځه د بلې ښځې بدل ګڼل او د هغوی مهر نه ورکول  .

۱۰- په ودونو کې بې ځايه ډزې کول چې له يوې خوا اسراف او بل پلوه خطر دی .

۱۱- د محرم په مياشت کې يا دوو اخترونو په مينځ کې واده منحوس او نا روا ګڼل .

۱۲- د واده د پاره د ځنو مياشتو او يا ورځو غوره او نيکمرغه ګڼل او په ځنو وختونو کې بد کڼل .

۱۳- ناوی نغري يا تنور ته بول ، په ناوی باندې ميخ ټکوهل ( تر څو هغه په کور ميخ او ثابت قمه وي ) .

۱۴- د ناوی د پاره پخپل پلو پورې ګاڼۍ غوټه کول او نور ټول اسرائيلي ،

د اسلام نه مخکې د جاهليت زماني بودائي او زردشتي کړنې او بدعات دي چې ټول واجب ترک دي([6]) .

۱۵- ناوی زيارت ته ور وستل

دا دود د ځنو آسيايي هيوادو سربيره زمونږ په هيواد کې هم شته چې ناوې

کله د پلار له کوره څخه وباسي نو نږدې زيارت ته يې ورولي لکه: د مزار له روضې څخه طواف ورکوي او يا د غزني ځنې زيارتونو ته يې ددې لپاره بيايي تر څو د هغوی په عقيده ناوې بختور شي دا عمل شرک دی کچېرې د زيارت څخه طواف د احترام او عبادت په نيت وي کفر دی ([7]).

۱۶- په ودونو کې د ساز او سرود ، رقاصو او ډمو نڅول ، پر هغوی باندې روپۍ شيندل ، او په دې نا روا عمل خرچ کول ستره ګناه ده په اسلامي شريعت کې تبذير حرام سخته ګناه ده چې په قرآنکريم کې تبذير کوونکي د شيطان وروڼه ښودل شوي دي [إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُواْ إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ ] او په دې محفل کې چې دومره ګناه کيږي رقص او موسیقي ، بې حجابي ، تصويرونه اخيستل د ديني واجباتو ترک او نور په دغو ټولو ګناهونه به د خرچ کوونکي او ترتيب کوونکي په غاړه وي  ([8]).

۱۷- په ودونو کې فلمبرداري کول.

د نکاح په مجالسو او خصوصاً هوټلونو کې د نارينه او ښځو، ډمانو او اتڼ چيانو تصويرونه او فلمبردارۍ تر سره کيږي چې دا عمل يې تر ټولو ستر منکر او فحشاء ده ځکه ددې فلمونو څوک ضمانت کولای شي؟ چې نورو خلکو ته به نه رسيږي چې وروسته به دا د يوه فلم په حيث کارول کيږي، د نامحرمو نارينه او ښځو سيل به پکې کيږي، په داسې شان چې يو کس به يې له خپل ناموس نه خبر نه وي خو د ده د ښځې فلمونه به په نورو کورونو کې کتل کيږي.

ددې فلمبردارۍ او موسيقۍ لپاره چې هر چا ډمان او عکاسان راوستلي وي څو پورې چې ددې فلم څخه استفاده کيږي ګناه به يې د ده پر غاړه وي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :« وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنْ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا »([9]).

ژباړه: او چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي او ګناه کار شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی.

او په دې فاحش کار لګول شوی مال تبذير دی .

او څوک چې قصداً دا بې شرمي رواجوي دغو بې شرمۍ ته دعوت کوي او غواړي چې په خلکو عامه شي نو د هغوی لپاره په دنيا او آخرت کې سخت عذاب دی.لقوله سبحانه وتعالی: « إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ » ([10]).

ژباړه: کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب.

۱۸- ناوې ته په آرايشګا کې سينګار ورکول .

آرايشګاه د فساد مرکز او د قبيحو افعالو ورکشاپ بلل کيږي آرايشګاه ته د مسلمانې ښځې تلل په لاندې دلائلو جواز نه لري :

  • په آرايشګاه کې د شريعت خلاف سينګار تر سره کيږي لکه : د ورځو جوړول ، د سر د ويښتانو قيچي کول ، د نيمه بربنډو جامو سينګار ، د سر جالی او داسې نور …….. چې دا ټول حرام دي ، الله تعالی او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ارايشګاه واله او هغه ښځه چې ارايشګاه ته ورځي لعنت استولی دی :

 « لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ ، وَالنَّامِصَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ ، وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ » ([11]).

ژباړه: الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهي او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځې نری جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، او هغه څوک چه د ډول او ښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلې جوړوي دا هغه کسان دی چه د الله (جل جلا له)

په خلقت کې تغير راولي .

  • د خپل کور نه بهر بل ځای کې د جامو ايستل او بدلول :

 رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : « أَيُّمَا امْرَأَةٍ وَضَعَتْ ثِيَابَهَا فِي غَيْرِ بَيْتِ زَوْجِهَا فَقَدْ هَتَكَتْ سِتْرَ مَا بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللَّهِ »([12] ).

ژباړه: هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې

يقيناً هغې د خپل ځان او الله جل جلاله تر منځ پرده څيرې کړی ده .ا

  • په حديث شريف کې راغلي چې زما په امت کې به د قذف ، خسف او شکل بدليدو غذابونه هم مينځته راشی چې ددې وجه به د ساز او
  • موسيقی ظهور ، د قيانه ښځو او شرابو څښلو ښکاره کيدل وي . ([13]).

قيانه هغه ښځي دي چې ناوې ګانې جوړوي او په نن عصر کې قيانه همدا آرايشګاوې دي .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] ))- جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب: إن الإجابة للوليمة واجبة ليس على إطلاقه ، ولكنها الوليمة إن كانت من الزوج : فالإجابة إليها واجبة ، وكذلك لو كانت مشتركة بين الزوج وأهل المرأة فالإجابة إليها واجبة ، لأن الزوج هو المأمور بالوليمة ، لقول النبي صلى الله عليه وسلم لعبد الرحمن بن عوف : ( أولم ولو بشاة )، وإذا كانت الوليمة من أهل الزوجة فقط ، والزوج سيعد وليمة إذا ارتحلت الزوجة إليه : فإنه لا يجب إجابة أهل المرأة ، وإنما إجابتهم سنة ” انتهى من “فتاوى نور على الدرب”.

وعلم من هذا أن الوليمة يجوز أن يشترك فيها الزوج والزوجة ، أو يقوم بها أهل الزوجة ، وكذلك تكاليف النكاح تكون بحسب ما يتفق عليه الطرفان ، وقد يصنع كل منهما وليمة كما هو العرف في بعض البلدان ، وإذا حدث نزاع فيمن تلزمه الوليمة ، فالوليمة على الزوج  كما سبق ، وأما تكاليف النكاح الأخرى كجعل الاحتفال في فندق ونحوه فهذه تكون بحسب التراضي .

[2]) )- جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

السؤال: في تونس من التقاليد خلال حفل الزواج أن تقام حفلة للرجل يتم فيها وضع الحناء له على أصابع يده اليمنى ، خاصة الإصبع الصغرى . فما حكم ذلك ؟

ځواب : حرم على الرجل أن يختضب بالحناء في مناسبة الزواج أو غير مناسبة الزواج ؛ وذلك لأن الخضاب بالحناء من خصائص النساء ، فإذا فعله الرجل كان متشبها بالمرأة .

[3]) ) – جاء في فتاوی الاسلام ويب :

فقد بينا أن لبس خاتم الزواج لم يكن معروفا عند السلف ولا معمولا به عند المسلمين، بل هو من التقاليد الدخيلة على مجتمعات المسلمين، والتي اتبعوا فيها الأمم الكافرة، ولذلك فإن لبسه لا يجوز إذا قصد به التشبه بالكفار واتباع تقاليدهم، وإن سلم من قصد التشبه بالكفار واعتقاد أن له تأثيراً في جلب المودة بين الزوجين ونحو ذلك، فليس حراما، ولكننا نرى التنزه عنه أولى (مرکز الفتاوی اسلام ويب رقم :۱۶۳۴۲۷ .

[4]) )- الدرالمختار : ۲/۳۹۷ .

[5]– اصلاً د نکاح د شکر ادا لپاره همدا وليمه کفايت کوي ، بيا هم که د الله تعالی د نعمت د شکرانې لپاره کوم حيوان ذبحه شي باک نلري ، مګر که ددې لپاره حيوان ذبحه کوي چې ناوې مبارکه شي ، ضرر دفع شي او د حيوان په وينه باندې سورلي سره کوي دا شرکي عقائد دي واجب ترک دي.

– ناروا دودونه او بدعتونه صفحه ۵۸- ۵۹ .([6])

[7] – ناروا دودونه او بدعتونه ص ۲۶۱.

– د جنسي فلمونو ، سريالونو او موسيقی حرمت . [8]

[9]– رواه مسلم ۲۶۷۴.

[10]– سوره النور :۱۹ .

[11] – رواه البخاري .

[12] – صحيح أخرجه الترمذي وابن ماجه.

[13] – «يكون في أمتي قذف ومسخ وخسف، قيل يا رسول الله: ومتى ذلك؟ قال»: إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور» (رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي و، السلسلة الصحيحة ۲۲۰۳).

Print Friendly, PDF & Email