که مسافر د سختۍ له امله روژه ماته کړي کفاره ورباندې شته ؟

اسلام علیکم!

هِلال افغان يم له پېښوره.

لومړی خو تاسو ټولو ته ددې سايټ کارکوونکو او د دينِ اسلام خادمانو ته د الله تعالی په در کې د اجر عظيم غوښتونکی يم.

پوښتنه: که مسافر روژه ونيوله او نيت يې هم وکړ خو وروسته د ورځې په نيمايي کې يې روژه وخوړه په دې خاطر چې تکليف و مثلاً (اوږد سفر، زياته ګرمي لوږه تنده يا نور داسې عوامل)، وروسته له سفره فقط قضاء به راوړي که کفاره هم شته؟ باِحترام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصل دا دی چې د مسافر لپاره د سفر پر مهال د روژي خوړل مباح دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[ فمن كان منكم مريضاً أو على سفر فعدة من أيام أخر][1]

مګر که په سفر کې مشقت او سختي نه وي نو د مسافر لپاره د روژې نيول جايز دي .

اوس به راشو ستا د سوال ځواب ته :

کچيرې مسافر روژه ونيوله مګر وروسته د مشقت او سختۍ سره مخ شو داسې سختي چې د تحمل وړ نه وي که په دغه حالت کې مسافر روژه ماته کړي ورته جايز ده وروسته به يوازې ددې ورځې قضايي ګرځوي کفاره نشته .

ددې عمل روايت د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د مکې مکرمې په سفر کې روايت شوی دی .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

وإن شرع في الصوم، ثم تعرض لمشقة شديدة لا تحتمل عادة، أفطر وقضى، لحديث جابر: «أن رسول الله صلّى الله عليه وسلم خرج إلى مكة عام الفتح، فصام حتى بلغ كُرَاع الغميم[2] ، وصام الناس معه، فقيل له: إن الناس قد شق عليهم الصيام، وإن الناس ينظرون فيما فعلت، فدعا بقدح من ماء بعد العصر، فشرب والناس ينظرون إليه، فأفطر بعضهم، وصام بعضهم، فبلغه أن ناساً صاموا، فقال: أولئك العصاة» [3]
و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره البقره :۱۸۵ .

[2] – كراع الغميم: اسم واد أمام عسفان، وهو من أراضي أعالي المدينة.

[3] – رواه مسلم والنسائي والترمذي وصححه (نيل الأوطار: ۲۶۶۶/۴).

Print Friendly, PDF & Email