د مقعد ويښتان څه حکم لري خريل کيږي او که نه ؟

محتويات (عناوين)

سلامونه زه پوښتنه لرم هیله ده چې ځواب یی کړی هغه د بدن د ويښتانو د خریلو په باره کی یعنی هغه ويښان چی سنت ورته وایو که ماته په واضح توګه سره وویوی چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی که نه که ځواب په خصوصی توګه راکړی مننه به مو وی دایمل له لاری
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دتخرګو او نامه لاندې (شرمګا) د ويښتانو لری کول د ايستلو يا خريلو په وسيله د فطرت له سنتو څخه دي او د اسلام مبارک دين د هغه په رعايت ډير تأکيد کړي دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک ارشاد دی :
 (الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط).[1]
 داپنځه شيان دانسان دفطرت سليمه دتقاضا خاص احکام دي :
۱- ختنه ۲- دنامه لاندې ويښتو خريل ۳- دبريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخيستل  .
د رسو ل الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک به دا وه چې په هره هفته کې به يې لري کول .
په هره هفته کې يې لری کول غوره دي مګر زياته موده يې څلويښت ورځې ده چې تر هغه زيات نه پريښودل کيږي .
أنس رضی الله عنه ويلي : « وَقَّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الْأَظْفَارِ وَنَتْفِ الْإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً»[2]
پيغمبر صلی الله عيله وسلم د بريتونو د لنډولو ،نوکونه ،د تخرګو او شرمګا ويښتانو د خريلو څلويښت ورځې مقرری کړی ،چې دا به تر دې زيات نه پريږدی .
حديث کې ويل شوی دي چې د “عانة” يعنی د نامه لاندې شرم ګاه د نر او ښځې د مخې طرف شرمګا د ويښاتو خريل سنت دي مګر د مقعد ویښتان پخپل حال پريښودل کيږي ځکه په حديث شريف کې هغه د فطرت له سنتو څخه نه دي او د بدن د نورو ويښتانو په ډول ويښتان دي .خو د مقعد د ويښتانو لرې کول کوم شرعي ممانعت نه لري خريل يې مباح دي .

[1].  بخاري(5889، 5891، 6297) و مسلم (257).

[2]. مسند احمد (3/122، 203، 255). مسلم (258). ابوداود (4200). نسائي (14). ترمذي (2759)، ابن ماجه (295).

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

5 تعليقات

  1. دزړه له تله مننه کوم له تاسی درنو کارکوونکو نه چی دا ستر خدمت کوی اباد بریالی او سرلوړی اوسی

  2. راسخ سلفي

    دسلامونو وروسته ستاسوفه ويب فاني باندي زيات خوشحاله شوم سوال مي دادي ايا دصحابي قو ل داسي حجت دي لكه درسول الله قول

  3. اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
    د صحابي په قول کې چې ايا د صحابي قول حجت بلل کيږي ؟ د علماء تر مينځ اختلاف دی خو صحيح قول دا دی چې د صحابي قول شرعي دليل نشي کيدای .

    انس رضی الله عنه ويلي : « وَقَّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الْأَظْفَارِ وَنَتْفِ الْإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً»[2]

    دا صحيح حديث دی چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم خادم حضرت انس رضی الله عنه نقل کړی دی خپله د انس رضی الله عنه قول نه دی بلکې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم قول ته منسوب دی .
    دا حديث موقوف بلل کيږي يعنې د اسنادو سلسله يې صحابي ته رسيدلی ده .
    موقوف حديث چې د مرفوع په شان وي حکم يې د مرفوع حديث دی نو ددی حديث حکم د مرفوع دی د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم قول ته منسوب شوی دی شرعي دليل بلل کيږي .

    الأظفار يجب تعهدها قبل مضي أربعين ليلة . لأن رسول الله صلى الله عليه وسلم وقت للناس في تقليم الأظفار ، وحلق العانة ، ونتف الإبط ، وقص الشارب : ألا يُترك ذلك أكثر من أربعين ليلة ، هكذا ثبت عن رسول الله صلى الله عليه وسلم . قال أنس رضي الله عنه : ـ وهو خادم رسول الله صلى الله عليه وسلم ـ : ” وُقِّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الأَظْفَارِ وَنَتْفِ الإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ” أخرجه الإمام مسلم في الصحيح ( 258 ) ، وأخرجه الإمام أحمد ( 11823 ) ، والنسائي (14 ) ، وجماعة بلفظ :” وقت لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ألا نترك الأظفار والشارب وحلق العانة ونتف الإبط أكثر من أربعين ليلة ” فالواجب على النساء والرجال أن يلاحظوا هذا الأمر ، فلا يُترك الظفر ، ولا الشارب ، ولا العانة – وهي : الشعرة- ، ولا الإبط أكثر من أربعين ليلة ، والوضوء صحيح لا يبطله ما قد يقع تحت الظفر من الوسخ ؛ لأنه يسير يعفى عنه .ا.هـ

    من مجموع فتاوى ومقالات متنوعة لسماحة الشيخ ابن باز رحمه الله ( 10 / 50 ).

  4. که چیری د شرمګاه وریښتان تر ۴۰ ورځو بالا شی نو آیا لمونځ ورسره صحیح دی که یا او که دایسته کولو په وخت کی یو څه وریښتان پاته شی پروا لری که یا؟

  5. بسم الله الرحمن الرحمن
    اول : د څلويښتو ورځو زيات پريښودل د سنتو خلاف کار دی مګر طهارت او لمونځ نه باطلوي .
    ۲- په حديث شريف کې العانة ذکر دی چې د نامه لاندې د يوه ورون څخه تر بل ورون پورې ، خايې يا مايي او معقد د حديث له ظاهر څخه پکې نه شامليږي ، مګر فقهاوو کرام په شرح د العانة کې ليکي: ددې ويښتانو لرې کولو څخه مقصد طهارت دی نو د مايو او مقعد ويښان څومره چې امکان لري لرې کول یې مستحب دي او که په مايو او مقعد څه ويښان پاتي شي باک نه لري .
    آن لاين اسلامې لارښود