د قرآنکريم د تلاوت بدعتونه

د قرآنکريم په تلاوت کې بدعات ([1])

۱- قرآنکريم د سندرو پشان لوستل مګر ددې حديث شريف څخه « لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يَتَغَنَّ بِالْقُرْآنِ » مقصد په قرآنکريم کې تدبر او د تجويد د احکامو عملي کول دي .

۲- په اجتماعي يا ډله ييز ډول په يوه آواز سره د قرآنکريم تلاوت کول ، د قرآن تلاوت عبادت دی د هغه په ډله ييز توګه تلاوت منع دی لقوله نبی صلی الله عليه وسلم : « لا يجهر بعضكم على بعض في القراءة »

۳- د قرانکريم آيتونه د جومات په دروازو ، محراب او ديوالونو باندې ليکل ځکه چې دا کار د قرآن بې احترامي ده او قرآن د سينګار لپاره نه دی او په جومات کې د قرآني آيتونو او اذکارو ليکل په اتفاق د فقهاوو مکروه دي .

قال ابن الهمام رحمه الله في فتح القدير: تكره كتابة القرآن وأسماء الله تعالى على الدراهم والمحاريب والجدران وما يفرش” انتهى([2]).

 وقال النووي رحمه الله في روضة الطالبين : ويكره كتابته على الحيطان، سواء المسجد وغيره، وعلى الثياب ([3])

۴- د قرآنکريم د تلاوت لپاره د قاري اجاره کول حرام دي ځکه د قرآنکريم تلاوت عبادت دی او په عبادت باندې د اجرت اخيستل جواز نه لري مګر د قرآنکريم تعليم ددې څخه مستثنی دی .

قال علامه ابن عابدِين:  أن عامة کتب المذهب من متون و شروع و فتاوی ، کلها متفقه علی أن الاستئجار علی الطاعات لا يصح عندنا ، استثنی المتأخرون تعليم القرآن([4]) .

وقـال في “الهداية”: الأصل أن كل طاعـة يخـتص بهـا المسلم، لا يجوز الاستئجـار عليها عندنا لقوله -عليه السلام- : ( اقرؤوا القرآن ولا تأكلوا به ).

۵- د عادت او احترام له مخکې د قرآنکريم مچي کول باک نلري مګر د ثواب په نيت داسې کول صحي نه دي ځکه چې دا د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو څخه نه دي ثابت شوي .

۶- په فرضي لمانځه کې د قرآنکريم ختم چې دا کار له سنتو څخه نه دی ثابت شوی .

۷- صرف د قرآن ژباړه يا ترجمه خپرول:

د قرآنکريم د عربي څخه پرته په نورو ژبو باندې يوازې د ژباړې خپرول او ليکل جواز نلري او هم د عربې څخه بغير د قرآن يوازې ژباړې تلاوت د قرآنکريم د تلاوت ثواب نلري ځکه چې قرآنکريم په عربي ژبه نازل شوی دی د عربې څخه پرته د قرآن يوازې ترجمه د قرآن حکم نلري .

لقوله سبحانه وتعالی: [ وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ قُرْآَنًا عَرَبِيًّا ]([5]) .

[وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا]([6]) .

[قُرْآَنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ]([7]) .

د أم القری د پوهنتون متخصصين د پورته مسئلې د حرمت د بيان وروسته ليکي :

ځېنې اسلام دوښمنه حلقي غواړي چې د عربي څخه پرته قرآن خپور کړي او دا کار په امت کې رواج کړي په دې بهانه چې خلک په عربي نه پوهيږي ددې کار څخه د هغوی لاندې دوه هدفه دي :

۱- د عربي پر وړاندې جنګ او مخالفت .

۲- د عثماني مصحف د رسم تغيرول .

ځکه د عربي پر وړاندې جنګ او مخالفت د شريعت د ټولو علومو پر

وړاندې جنګ دی او همدارنګه د هغه اهل او د هغوی د افکارو پر وړاندې جنګ دی ، په تحقيق سره پخواني او اوسني علماء په دې باندې متفق دي چې د عربي زده کول واجب دي ځکه چې د نورو شرعي علومو زده کول واجب دي .

الله سبحانه وتعالی ددې څخه عاجز نه وو چې پر بله ژبه قرآن نازل کړي لکن دا د دوښمنانو په زړه کې د عربي پر وړاندې يو حسد او عناد دی .

پس د عربي پر وړاندې مخالفت د هغه ژبې پر وړاندې مخالفت دی کومه چې الله تعالی غوره کړې ده.
إلى أمرين خطيرين تنتج عنهما آثار ناسفة لمقومات الأمة الإسلامية كلها ، وهما :
۱- محاربة اللغة العربية . .
۲- تغيير الرسم الاصطلاحي للمصحف العثماني . .
ومحاربة اللغة العربية هي محاربة لجميع علومها ، واحتقار وازدراء لأهلها ، وأفكارهم واجتهاداتهم . .
وقد أجمع العلماء – قديما وحديثا – على وجوب تعلم العربية ، لأن ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب . ولم يكن الرب – سبحانه – عاجزا عن إنزال القرآن بلغة غير العربية ، ومن هنا ينبعث الحسد والحقد في صدور الأعداء ! ومن هنا – أيضا – نعتقد أن كل من حارب اللغة العربية فإنما يحارب اللغة التي اختارها الله([8]).

آن لاين اسلامي لارښود


([1]) – المُتلقي اهل التفسير / هيئت مفسرين العالمي .

[2]) )- فتح القدير ۱/۱۶۹ .

[3]) )- ضروضة الطالبين ۱/۸۰ .

[4]) )- الحامديه ص ۱۲۶ / ابن عابدين .

[5]) )- سوره طه: ۱۱۳

[6]) )- سوره الرعد: ۳۷

[7]) )- سوره الرمز: ۲۸

[8]) )- تحقيق الجامعة ام القری .

Print Friendly, PDF & Email