کومو کسانو ته د زکات ورکول جواز نلري ؟

۱-  غني او د کسب او کار وړ کس ته زکات ورکول جواز نلري .

غني هغه کس دی چې محتاج نه وي او يا هم د نصاب خاوند وي هغه ته د زکات ورکول جواز نلري .

او هغه کس چې د کسب او کار وړتيا ولري زکات ورکول ورته جواز نلري په دليل د دغه حديث شريف « ولا حظ فيها لغنيٍّ ولا لقويٍّ مكتسبٍ»[1].

مګر که يو کس کسب او کار تر سره کوي مګر احتياج يې نه ورباندې رفع کيږي او يا دا چې د کسب او کار لپاره هلې ځلې کوي مګر کسب او کار ورته نه پيدا کيږي نو هغه ته د زکات ورکول جايز دي ځکه د فقير او مسکين په ډله کې حسابيږي .[2]

۲- بنو هاشم ته د زکات ورکول جواز نلري .

په دليل د دغه حديث شريف : «إن الصدقة لا تنبغي لآل محمد إنما هي أوساخ الناس»

او بنو هاشم د علي رضی الله عنه آل (کورنۍ ) د عقيل کورنۍ ، د جعفر کورنۍ ، د عباس کورنۍ او د حارث له کورنۍ څخه عبارت دي .

۳- کافر ته زکات ورکول جواز نلري .

۴- والدينو ته زکات ورکول جواز نلري .

خپل پلار ، نيکه ، مور ته زکات ورکول جواز نلري ځکه د پلار ، نيکه او مور نفقه پر اولاد باندې واجب ده ، نفقه او زکات نشي جمع کيدای کچېرې زکات ورکړل شي د نفقې د وجوب حق يې ساقطيږي .

۵- خپلو اولادونو ته زکات ورکول جواز نلري ځکه د اولاد نفقه ورباندې واجب ده .

۶- خپلې ښځې ته زکات ورکول جواز نلري ځکه د ښځې نفقه واجب ده .

د امام ابوحنيفه په نزد ښځه خپل خاوند ته زکات نشي ورکولای[3] .

مګر د صالحبانو په نزد کچېرې خاوند محتاج وي نو ښځه خپل خاوند ته زکات ورکولای شي [4].

۷- هغه کسان چې په ده يې نفقه واجب وي هغه ته د زکات ورکول جواز نلري .

د پورته خپلوانو څخه علاوه ټول هغه خپلوان چې په ده يې نفقه واجب نه وي لکه: وروڼه او خويندې ، خاله ، عمه ، ماما ، تره ، د تره زوی ، خسر او نور خپلوانو ته زکات ورکول جايز دي او خپلوانو ته د زکات ورکول دوه اجرونه لري د زکات اجر او د صله رحمۍ اجر .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

ويجوز دفع الزكاة إلى بقية الأقارب الفقراء غير المذكورين كالأخ والأخت والعمة والعم والخالة والخال ونحوهم، لحديث الطبراني عن سلمان بن عامر: «الصدقة على المسكين صدقة وهي لذي الرحم اثنتان: صدقة وصلة» بل إن القرابة أحق بزكاة المزكي، قال مالك: أفضل من وضعت فيه زكاتك قرابتك الذين لا تعول.

مګر نفلي صدقات بيا خپلو والدينو ، اولاد ، ښځې او نورو ته ورکول جايز دي[5] .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – أبو داود (۱۶۱۷)، والنسائي (۵/ ۹۹).

[2] – قال دوکتور راشد بن عثمان في فقه الزکاة : الغني لا يجوز أن يأخذ من هذه الزكاة، ولا يجوز أن تخرج له، القوي المكتسب الذي يستطيع أن يعمل أيضًا لا يجوز أن تخرج له الزكاة، إلا إذا كان عمله لا يجلب له من المال ما يسد حاجته، وحاجة من يعول.

[3] – درالمختار :۲/۹۰ .

[4] – بدائع الصنائع :۲/۴۰ .

[5] – بدائع الصنائع :۲/۵۰ .

Print Friendly, PDF & Email