په روژه کې موسيقي اوريدل

د اسلامي لارښود پاڼې چلوونکو ته ! اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته .

ځنې کسان د تقريباً ټول کال سربيره په مبارکه روژه کې هم موسيقي اروي لکه په ځنو مټرانو کې اوس هم موسيقي چالانه وي – په روژه کې موسیقي اوريدل روژې ته څه نقصان رسوي؟  – عبدالله له کابل څخه .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که څه هم په رمضان المبارک کې سرکشه جني شيطانان تړل شوي وي ، ډير خلک ليدل کيږي چې په روژه کې يې حالت کاملاً بدلون مومي او د اصلاح طرف ته روانيږي ، مګر ځنې شرير انسي شېطانان بيا د شريرو جني شيطانانو ځای نيسي او په پوره بې حيايۍ او بې شرمۍ سره خپل فعاليت کوي .

دا شرير انسي شيطانان د کفري طاغوتي يرغل تر سيوري لاندې فاحشه مډيا ده فاحش تلويزيونونه او راډيوګانې دي چې په رمضان کې يې هم خولې بندې نه دي او خلک د الله تعالی اطاعت او بنده ګۍ ته پريږدي او خپل شوم فعاليت کوي .

ټولو مسلمانانو ته دا نصيحت کوو چې د دغه شيطاني مډيا څخه لرې ووسئ ، د فلمونو ، سريالونو او موسيقۍ اوريدلو څخه لری ووسئ ځکه چې دا شيان مو زړه د منافقت په مرض اخته کوي .

په روژه کې د موسیقي اوريدل يا فلمونه کتل يا په لډو او سترنج او نور عبثو شيانو خپل وخت تيرول د روژې ثواب او اجر کموي او يا يې په کامله توګه اجر او ثواب له مينځه وړي . او د روژې قبلېدل د خطر سره مخ کوي الله تعالی خبر دی چې داسې روژه قبلوي او که نه ، ځکه چې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«ليس الصيام عن الطعام والشراب وإنما الصيام من اللغو والرفث » (الحاکم ۱۶۰۴و ابن خزيمه ۱۹۹۵ ) .

ژباړه: د خوړلو او څښلو پرېښودل روژه نه ده بلکي روژه د لهو ، لعبو او بدو کارونو څخه ځان ساتل دي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَن لّم يَدَع قَولَ الزُّور وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُاَن يَّدَع َطَعاَمَه وَشَرَابَه » (رواه بخاري) .

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبرې نه پريږدي نو الله تعالی ته د ده د خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

بل ځای کې فرمايي : چې د داسې کس فقط لوږ په نسيب وي نور د روژې څه ثواب نشي وړلای .

رُبَّ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلَّا الْجُوعُ. (رواه ابن ماجه).

نو مسلمان ته ښايي چې د داسې کارونو څخه هر وخت ځان وساتي او د الله تعالی د عذاب او نيولو څخه ووېريږي ، په خاصه توګه په روژه کې که څوک داسې کارونه تر سره کوي نو د پورته حديث په دليل الله تعالی د داسې کس روژې نيولو ته هيڅ ضرورت نلري چې خوله يې له خوړلو او څښلو بنده کړي وي او نور په هيڅ شي نه وي بند .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email