د سفر پر مهال اصلي وطن کله باطليږي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

زه بسم الله د کندهار ولايت سه ستاسو سره په تماس کي يم ځما شرعي پوښتنه په دي ډول ده چي زموږ اصلي وطن ارغنداب ولسوالۍ ده خو داديرش کاله کيږي چې دبولدک ولسوالۍ ته کډه سوي يو په ارغنداب ولسوالۍ کي باغ لرو اوسراي لرو په بولدک ولسوالۍ کې هم خپل سراي لرو وس چي موږ دبولدک ولسوالۍ سه ارغنداب ته ځو هلته پنځه ياشپږ شپي کوو لمونځ به سنګه کوو يعني سفريانه اوکه پوره لمونځ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصلي وطن کله باطل ګرځي :

اصلي وطن هغه وخت باطليږي چې کله سړی له خپل کور ، بال بچ سره بل ځای ته کډه وکړي :

جاء في فتاوی الهنديه : ويبطل الوطن الاصلي با الوطن الاصلی اذا انتقل عن الاول با اهله و اما اذا لم نتقل با اهله استحدث اهلاً ببلدة اخری فلا يبطل وطنه الاول ويتم فيهما(الدرالمختار – فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۰۶)  .

جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم به ځکه په مکه کې قصر (مسافرانه لمونځ ) کولو چې هلته يې کور و غيره څه باقي نه وو (عالمګيري ص ۱۵۱ ).

يعنې کله چې سړی له اصلي وطن څخه مثلاً يو ولايت څخه پايخت ته سره له بال بچ کډه وکړي نو مخکنی وطن يې باطل شو اوس يې اصلي اقامت ځای پايتخت بلل کيږي کچېرې د پنځلسو ورځو څخه کم خپل ولايت ته د خپلوانو د زيارت لپاره ځي هلته به مسافرانه لمونځ کوي .

نو تاسې چې کله ارغنداب ولسوالۍ ته ځئ هلته به مسافرانه لمونځ کوئ کچېرې مو د اقامت نيت له (۱۵) ورځو څخه کم وي .

دا په هغه صورت چې کله د جماعت لمونځ درڅخه فوت شوی وي نو قصر به کوې او که په مقيم امام پسې اقتداء وکړې خپل لمونځ به پوره ادا کوئ .

و بالله توفیق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email