په زکات کې د خوراکي شيانو ورکول څه حکم لري ؟

ښاغلو د انلاین علما کرامو کاروکوونکو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکارته

الله ج په دنیا او اخرت اجر درکړی بوه پوښتنه لرم که جواب یی راکړی هغه دا که څوک د‌اکات په پیشو خوراکی مواد واخلی هغه مستحقو خلکو ته ورکړی کوم شرعی مشکل  خو نشته ؟

عبدالقدير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په زکات کې د عين مال ورکول او يا د قيمت ورکول دواړه جايز دي .

او يا د ضروري شيانو لکه : اوړه ، ورجې او غوړ اخيستل او مستحق ته ورکول جايز دي ، لکن ښه خبره دا ده چې هغه ته نغدې پسې ورکړ شي تر څو خپله اولیه ضروريات ورباندې حل کړي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

يخير التاجر بين العين أو القيمة، فللمالك الخيار عند حولان الحول بين الإخراج من قيمة التجارة، فيخرج ربع عشر القيمة، وبين الإخراج من عينها، فيخرج ربع عشر العين التجارية (فقه الاسلامي وادلته ، البدائع ۲/۲۱ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email