آیا د زکات په پيسو يو کس عمره يا حج کولای شي ؟

محترمو زه يوه پوشتنه لرم  ایا زه کولایی شم د زکات په پیسو باندی که زما د نیږی خپلوان د حج او یا دعمر  د ادا کولو د پاره د ذکات په پیسو باندی دد الهی فریضی ادا کولو لپاره ورته تکت وکړم که مهربانی وکړی د پوښتنی ځواب راکړی دیره مهر بانی به مو وی

عبدالرحمن رحيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زکات به لاندې (۸) ډلو ته ورکول کيږي د هغه پرته نه صحي کيږي

لقوله سبحانه وتعالی :إنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (التوبه:۶۰)

ژباړه : بې شکه چې ورکړئ (زکاتونه او صدقات) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولونکو ، او دهغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي او بنديان او پوروړي او د الله په لار کې او د مسافرو د پالنې لپاره دي دا د الله (جل جلا له) د خوا نه فريضه ده او الله (جل جلا له) پوه او د حکمت څښتن دی .

اول : فقراء

دوهم – مساکين .

دريم : د زکات ټولوونکي .

څلورم : مؤلفة القلوب :هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوي وي ، او د دوی د زړنو لاس ته راوړل مطلب وي.

پنځم : محتاج مسافر

شپږم : رقاب (بنديان ) .

اوم : غارمين ( قرضداران او پوروړي چې د قرض د ادا کولو توان نلري ).

آتم : في سبيل الله ( د جمهورو فقهاوو په نزد د في سبيل الله څخه مقصد په غزا او جهاد کې د زکات مصرفول دي ، د مجاهد کورنۍ ، اسلحې او جهادي سامانو برابرول ).

او جمهورو فقهاوو په نزد په حج او عمره د زکات مصرفول جواز نلري

جاء في الموسوعة الفقهية :

فِي سَبِيلِ اللَّهِ :الْغُزَاةُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ تَعَالَى ، وَاَلَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ نَصِيبٌ فِي الدِّيوَانِ ، بَلْ هُمْ مُتَطَوِّعُونَ لِلْجِهَادِ . وَهَذَا الضَّرْبُ مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ عِنْدَ الْفُقَهَاءِ مِنْ حَيْثُ الْجُمْلَةُ ، فَيَجُوزُ إِعْطَاؤُهُمْ مِنَ الزَّكَاةِ قَدْرَ مَا يَتَجَهَّزُونَ بِهِ لِلْغَزْوِ مِنْ مَرْكَبٍ وَسِلاحٍ وَنَفَقَةٍ وَسَائِرِ مَا يَحْتَاجُ إِلَيْهِ الْغَازِي لِغَزْوِهِ مُدَّةَ الْغَزْوِ وَإِنْ طَالَتْ .

ذَهَبَ جُمْهُورُ الْعُلَمَاءِ ( الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ وَالشَّافِعِيَّةُ وَالثَّوْرِيُّ وَأَبُو ثَوْرٍ وَابْنُ الْمُنْذِرِ وَهُوَ رِوَايَةٌ عَنْ أَحْمَدَ ، وَقَالَ ابْنُ قُدَامَةَ : إِنَّهُ الصَّحِيحُ ) إِلَى أَنَّهُ لا يَجُوزُ الصَّرْفُ فِي الْحَجِّ مِنَ الزَّكَاةِ ؛ لأَنَّ سَبِيلَ اللَّهِ فِي آيَةِ مَصَارِفِ الزَّكَاةِ مُطْلَقٌ

(الموسوعة الفقهية ج ۲۳ ص ۳۲۲ ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email