د لمانځه ترک کوونکي ته څو مختصر نصيحتونه

لمونځ د ايمان وروسته د اسلام دوهم رکن بنسټ دی ، داسې رکن دی چې په هر مسلمان نارينه او ښځه ، روغ او ناروغ ، غريب او مالدار ، مقيم او مسافر فرض دی دا د اسلام داسې رکن دی چې که څوک يې په ولاړه نشي ادا کولای هغه به يې په ناسته ادا کوي که په ناسته نشي ادا کولای هغه به يې په څملاستو ادا کوي عرض دا چې لمونځ په هيڅ حالت کې نه معاف کيږيپه دين کې لمونځ داسې دی لکه د انسان په بدن کې سر ، کچېرې د انسان په بدن کې سر نه وي نو آيا انسان ژوند کولای شي ؟ همداسې که څوک لمونځ نه کوي د هغه د دين حال به څه وي ؟

لمونځ د مؤمن د دنيا او آخرت سعادت او کاميابي ده ، په نيا کې له ناروا او فاحشو کارونو څخه ساتي او آخرت به هغوی لوی بدله (جنت ) ورکول کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ] (العنکبوت ۴۵).

ژباړه: او لمونځ ودروه يقيناً لمونځ د بې حيایی او ناروا کارونو مخه نيسي او د الله ياد د هر څه نه ډير لوی دی او الله ته ستاسې کړنې ډيرې ښې معلومې دي .

[وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ، أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ، الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ] (المؤمنين ۹-۱۱) .

 ژباړه: اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه د لمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې سم ادا کوي سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلي فردوس دوی به پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي دي.

[إنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ] (البقره ۲۷۷).

ژباړه: يقيناْ هغه کسان چه ايمان يې راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموي لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول وېره پر دوی باندې او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږي.

څوک چې د بې نمازۍ څخه توبه ونه باسي دوزخي دی .

د لمانځه تارک چې کله دوزخ ته لاړ شي نور دوزخيان به ورته وايي تا خو د مسلمانۍ لويې دعوي کولې ته دلته څه کوي دی په ټيټ سره ورته وايي زه له لمونځ کوونکو څخه نه وم (ما لمونځ نه کولو ) .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّين] (المدثر۴۳).

تاسې څه شي دوزخ ته بوتلئ ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی» (ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).

ژباړه:الله سبحانه وتعالی فرمايي چې: ما ستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي او ددې مې خپل ځان سره وعده کړې ده چه څوک دا پنځه لمونځونه په خپل وخت کښې ادا کولو پابندي وکړي هغه به پخپله ذمه وارۍ جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددې لمونځونو اهتمام نه کوي نو په ما باندې د هغوی هيڅ ذمه داري نشته .

 «وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله لَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا » يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ ( رواه المسلم ).

ژباړه: له ابی زهير عماره بن رويبة رضی الله عنهنه روايت چه ما د رسول صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چه هغه سړی به هيڅ کله دوزخ ته داخل نشي چا چې د نمرختلو او پرېوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی د سهار او مازيګر لمونځونه ادا کړي .

 رسول الله د ژوندو په ورستی وخت دا سې ټينګار کولو :

«الصَّلَاةَ الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ»( ابي داود,ابن ماجه, ومسند أحمد).

ژباړه: د لمانځه ادا کول،د لمانځه په ادا کولو او له مزدورانو سره د ښې رويې کولو خيال ساتئ.

او فرمايي :

«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» (مسند امام أحمد وابن حبان)

 ژباړه: څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) هميشه پابند وي هغه لمونځ به د قيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله او رڼايې وګرځي، او څوک چه د لمانځه پابندي ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات او نه به  نور وي ،او د قيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان او ابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي.

او فرمايي :«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةِ» ( صحيح المسلم)

ژباړه: فرق په مابين د مؤمن او كافر او مشرك کې د لمانځه ترك کول دي.

خبردارئ :

دا چې په اسلام کې لمونځ څومره لوی اهميت لري بيا هم انتظار ياست ؟ بيا هم د هغه په ادا کولو کې سستي کوئ ؟ حال چې ښه پوهېږئ او خپله تباهي په سترګو وينئ .

ګرانه !

آيا لمونځ ماليات غواړي ؟ چه د پيسو په ورکړه دې زړه ونه شي .

آيا لمونځ دومره ډير وخت نيسي چه تا د ژوند له چارو محروم کړي ؟

آيا لمونځ دومره دروند عمل دی چه تا سخت ستړی کړي ؟

آيا لمونځ کوم مباح عمل دی چه ثواب اوعذاب ونه لري ؟

بلکی لمونځ د مسلمان د نجات ذريعه ده او د لمونځ په غفلت سره د سختو غذابونو خبرداری ورکړ شوی دی لکه پورته چې بيان شول .

لمونځ يوه الهی منظمه برنامه ده چه په ټاکلو اصولو او ټاکلو وختونو تر سره کيږي ،هيڅ څوک هم ددې پروګرام او برنامی د تغير توان نلري .

ګرانه !

لمونځ د ورځې پنځه وخته يواځی څو دقيقې وخت نيسي چه بنده د خپل ستر څښتن (جل جلاله) حضور ته دريږي او دهغه (جل جلاله) مناجات کوی .

نو ګرانو وروڼو اوخويندو راځي !

نور ددې پر ځای چه شيطان ته تسليم وو او هغه پر مونږ باندې د خپل زړه لوبې وکړي راځی ! خپل رب ته تسليم شو او د هغه اطاعت وکړو هغه چې مونږ يې د عبادت لپاره پيدا کړي يو.

ای هغو کسانو ! چې د لمانځه څخه غافله ياست يو لمونځ کوئ او بل پرېږدئ له الله څخه ووېرېږئ.

ای هغو کسانو ! چې د خپل لمونځ د وخت او احکامو څخه نا خبره ياست په بيړه د چرګ د ټونګې پشان لمونځ کوئ له الله تعالی څخه ووېرېږئ .

ای هغو کسانو ! چې جوماتونو پرته له کوم عذر نه ځئ له الله تعالی څخه ووېرېږئ .

په آخر کې دا درته وايم چې کله داسی فکر او سوچ ونه کړئ چه زه خو نو ډير ګنهګار يم نور نو له شرمه د توبې او دعا لاسونه خپل رب (جل جلاله) نشم پورته کولی .

پوه شه داسې فکر هيڅ کله هم مه کوه د الله تعالی د رحمت دربار هر کله د خپل بنده پر مخ پرانيستی دی

الله (جل جلاله) په ډيره مهربانۍ سره خپلو ګنهکارو بندګانو ته داسې خطاب کوي :

قوله تعالی :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ] (الزمر ۵۳ ).

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوې بښي هغه خو بښونکی او مهربان دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email