د سويډنې ډاکتر «هوجو» د مسلمانيدو قصه

زه په يو مسیحی کورنۍ کې ستر شوم کومه چې څندان دينداره کورنۍ نه وه زمونږ په کورنۍ يوازې زما نيکه دينداره سړی وو .

ما او زما ورور به د خوب څخه مخکې لمونځ کولو ، مونږ په خپله کورنۍ کې د تثليث د عقيدې په اړه څه نه وو اوريدلي نو ځکه مو په واحد لاشريک الله ايمان لرلو تر هغه چې لوی شوم .

کله چې لوی شوم او مکتب مې پيل کړ په الله تعالی مې ايمان قوي شو مګر د متوسطې دورې پر مهال چې عمر مې د ۱۳- ۱۴ کلونو وو په درسونو کې مو د لويې چاوندنې (big bang) په اړه زياتې خبرې ارويدې ، خو ما ددغه فرضيه په اړه شک لرلو او زما په ذهن کې دا سوال وو چې که فرضاً دا چاودنه رامينځته شوي وي نو د چاودندې مخکې څه وو ، مواد چا پيدا کړل ؟

او همداسې د مسيحيت په اړه راته شکونه پيدا شول چې د انجيل په کتابونو کې به ليکل شوي وو چې فلاني داسې او داسې ويلي ، فلاني له عيسی څخه اوريدلی او عيسی له الله څخه . ما ويل کچېرې دا د الله کلام وي نو ولی مستقيم نه دی معلوميږي چې په دې کې زيات تحريفات شوي دي .

بل زما سره دا پوښتنه وه چې په مسيحيت کې د خنزيز غوښه حلاله ده ؟

کله به مې چې د کوم قشيش (مذهبي مشر) څخه دا پوښتنه کوله هغه به ډير په قهر کيده ، ما به غوښتل له هغه سره مناقشه او بحث وکړم مګر هغه به ځان تير ايستلو .

زما به ډير سوالونو د خنزير د غوښې په باب وو چې هغوی به زما ځواب نه لرلو بلاخره به يې راته ويل ښه کار دی که هغه ونه خوړل شي .

د اسلام په باره د تحقيقاتو پيل :

په کليسا کې کله کله د اسلام خبرې کيدې او د قرآن په اړه مونږ ته معکوس معلومات راکول کيدل .

بلاخره په پوهنتون کې له يو کس سره بلد شوم چې هغه سويډنی مسلمان وو ما مخکې فکر کولو چې په سويډیانو کې به کوم مسلمان نه وي ، د هغه سره مې د اسلام او مسيحيت ، انجيل او قرآن په باره کې ډير بحثونه وکړل .

د قرآنکريم ترجمه مې ولوسته پر ما يې چې ډير تأثير وکړ د فاتحې سورت وو چې عجيب نظم او عجيب لفظي جوړښت يې لرلو دا سورت به مې په عربي له خپل ملګري څخه اوريدو او د انترنت له لارې به مې هم اوريدو .

د قرآن تلاوت او صوت پر باندې زيات تأثير کولو ، ډير وخت مې قرآن اوريدو او ځنې حصې مې يادولې .

وروسته د اسلام په حقانيت ښه پوه شوم او د اسلام په اړه مې ډير څه زده کړل .

د اسلام او قرآن په ډيرو شيانو مؤمن وم له ځانته سره مې شهادتين ولوستل او کليسا ته به هم تللم ، ظاهراً مې ځان داسې څرګندولو چې زه مسلمان نه يم ، په کليسا کې مې سوره فاتحه لوستله .

بيا مې د امام او خپلو ملګرو په مخ کې شهادتين ولوستل .

ځنو کسانو ماته د وهلو او رابطې پري کولو تهديدونه کول مګر الحمدلله کورني مې زما پر وړاندې هيڅ ځنډ نه وه .

مصدر بالقرآن اهتديت – طبيب سويدي يقرأ الفاتحة في الکنيسة

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email