يوه کلمه که دکورنۍ له منځه وړل!

مخکی لدی چې په دی کلمی خبره او تحليل (شننه) يي وکړو نو پکار دي چې ددی کلمی لغوی اصطلاحي او شرعي معنی باندی يي ځان مکمل پوه او اګاه کړو .

طلاق يو له هغو مشکلاتو څخه دی چې ټولنې تهديدوي چې دخپلو مسؤلیتونو نه اداکولو په نتيجه کې ښځه خاوند ان تردی چې قاضي يي حل وفصل ته اړکيږي چې فيصله پری وکړي پداسی حال کې چې مقنع اسباب او علل ولري . هرڅنګه چې وي خو ډير وخيم اثار لري چې کورنۍ هم تهديدوي او همداراز کورنۍ دضايع کولو په لوری سوق کوي .

دطلاق ډير اسباب او علتونه وي خو په هغی اوس نه شو کولای چې خبرې وکړو او همداراز اغيزې يي په ټولنه ، کورنۍ ، خپله خاوند ښځه او نور .داچې يوه خبره ډيره مشهوره ده چې صرف مونږ ته دطلاق نوم صرف مجرد یو نوم ښکاري خو په حقيقت کې یوه ستره کلمه ده چې يوه سالمه کورنۍ له منځه وړي او دټولنی لپاره دمنازعاتو يو بل نوی باب پرانيزی ، اکثره خلک دسريالونو په ليدلو سره چې طلاق پکی ګوري نو ورته دغه کار عادي ښکاري او دځان مسؤلیتونو دخلاصي لپاره يي يوه تيښته بولي او له خپل ځانه تيښته کله کيږي او کله تری څوک خلاصيدای شي ، يو وجود کله سره بيليږي ، اعضاء کله سره جدا کيږي هغه ژوند چې منبع او منشأ يي عقيده ايمان اخلاق وي هلته ددی کلمی ليدنه ناشونی ده ، خو دځينو شخړو او منازعاتو په راتلو ورته دغه کلمه راوړل مناسبه نه ده .

بلکه دهر مشکل دحل وفصل لپاره خاص طرز العمل او طريقه وي چې بايد په هغی سره پای ته ورسیږی ، دا څه انفرادي مسأله نده چې په يوه کلمه چې دری ځله تکرارشي مکمل کورنی ژوند دی پای ته ورسوی بلکه پدی کې سوچ او فکر پکار دی چې داکلمه له (ط، ل ،ا ، ق ) څخه جوړه شوی ده چې (طلاق) ورته ويل کيږی ، ددی مفهوم دا ندی چې په غصه ، خفګان او زړه تنګۍ کې دی هرځوان همدا دريځ غوره کړي بلکه کورنی تناصح او دداسی کورنيو شخړو دهوارۍ په موخه بايد هراړخيزه کار او خبرې اترې او نيغ په نيغه سره تفاهم وشي ، خو يوه ډيره مهمه خبره چې دغه مسائل که چيرته دانجلۍ کورنۍ ته متعدي شي او ددوی په منځ کې دانجلۍ کورنۍ مداخله پېل کړه پدی ځای کې شخړه لوړيږي او خبره تر طلاقه رسیږي ،په حقيقت کې ددوه کورنيو خپل منځي شخړه بايد هم خاوند او هم ښځه په نظر کې ونيسي ترڅو يي په دائمي نفرت او جګړه کې ښکيل نکړي ،خپله ښځه خاوند بايد پدی پوه وي چې ددوه کورنيو نږديکت څومره اړين او اسلامي کار دی په همدی اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي ( چې کله تاسو خپلوی کوي نو لری خپلوی وکړئ ) او نږديکت څومره اړيکې جوړوي مينه يي لا جدا او څرګنده ښکاره خبره ده چې مونږ او تاسو يي په خپل چاپيريال کی ګورو.

که جوړښت دوه کورنۍ يوځای او نږدی کوي نو طلاق يي هومره لری کوي چې تصور يي هم نشي کيدای او دفساد د خپريدو  او نشر لپاره له ډيرو اسبابو او ذريعو څخه يو قوي سبب او ذريعه طلاق بلل شوی ده ځکه خو الله عزوجل ته ترټولو بد ترین حلال طلاق دی نو که يو څه الله عزوجل بد ترين (أبغض) وګڼي نو مونږ بايد دشبهی په اساس هم ورڅخه لری وګرځو ،مطلب دطرفينو دانحراف له عواملو څخه يو اساسي عامل طلاق دی چې ډيری خلک ورڅخه غافل دي .

درسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې ډير مشکوک واقعات ترسره شوي دي خو هلته هم ددی کلمی استعمال دومره نه وو لکه څومره چې پدی نن سبا عصر کې څومره زیات عام او رائج شوی دی ، په زيات وخت کې دطلاق نور تقويتي داخلي پټ اسباب هم شتون لري چې خلک تری ناخبره وي له هغو  (په کور کې له مشرانو څخه ځينی داسی خبری دواړو ته چې ددوی ددواړو دخفګان باعث وګرځي ، وخت په وخت غصې ، او دمشرانو لخوا ډيرشکايتونه چې دلته دمسافی لریوالی رامنځ ته کيږي) . پدی به څوک قناعت ونکړي خو دايو حقيقت اورښتيا دي .

زه ددی مخالفت نه کوم چې طلاق اخري لاره نه ده بلکه زه دهغه تقليدي طلاق خبره کوم چې له سريال او فلمونو او له نورو بی عقيدی کورنيو ړوند تقليد باندی مبني طلاق دی چې اصلا يي اړيکه په اسلامي اساساتو ولاړه او ټینګه نه وي ،مونږ حالا داسلامي کورنۍ دجوړښت خبره او تصور لرو چې کله يي خنډونه مخ ته راشي نو بايد په صراحت سره يي مبارزه او حلول اسلامي وي .

پکار دادي چې کله چې لور پلار يا مور ته شکايت وکړي نو پلار بايد پلټنه وکړي او پرته له دی چې لور خبره کړي دخاوند او کورنۍ سره يي په اړیکه کې شي او له هغوی يي هم واوري خوپه هرحالت کې بايد خپله لور پدی پوه کړي چې ستا اصلي او دائمي استوګنځی دخاوند کور دی ښځه چې کله خاوند سره خپل تعامل  دمسؤلیت په اساس وپيژني او له خاونده ښکته مرتبه کې ژوند اختيار کړي نو مشکلات له منځه ځي که فکر مو وي ،خاوند له کوره باهر په خاورو هم کيني او نور ، خو دکور دننه ګندګي او نور څه نشي برداشت کولای نو دايو حقيقت دی چې بايد تری غافله نه شو او نه بايد تجاهل پکی وکړو .

په حقيقت کې زمونږ په ټولنه کې که یوطرف ته ښځی ګرمی بولو نو بل طرف ته مونږ نارینه هم بايد ځان ګرم وګڼو .صرف يو جانبه او يوطرفه پريکړه کول به نامناسب کار او کړنه نه وي چې اوس مهال يي پخپله ټولنه کې کوو ، زه خپله ديوی داسی واقعی شاهد يم چې ديوه سړي بچيان نه کيدل نوده به هميشه خپله ښځه ډاکټر ته بيوله او هر وخت به يي دهغی غريبی کتنه ترسره کوله تردی چې نور ښځه هم مایوسه شوه خو دغه سړي دخپلی کمزورتيا دپټونی په موخه خپله ماتی ونه منله .

زمونږ ځوان مسلمان قشر کې يوه داستونزه ده چې دخپلی مطالعی او ذهن په اساس دخپل زړه خبره مني او پرته لدی چې داسلام حقيقي او اخري دريځ په کی معلو م څرګند ، مطالعه او زده کړي صرف خپله مخه ګوري او بس مخکی درومي  چې داهم زمونږ له اساسي ستونزو څخه يوه ستونزه ده ، داسی ډير خلک هم شته چې دمراجعی پرمهال يي دطلاق حکم ورکړی دی چې په حقيقت کې طلاق هغه مهال ندی واقع شوی او داسی نور هم شته چې دمراجعی پرمهال يي طلاق واقع شوی خو هغویه دحيلو په اساس طلاق ندی ګڼلی ، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي ( طلاق کې جديت دی اولوبی پکی نشته ).نو دژوند اوبربادۍ سره لوبی کول داهم ستر حمق اوغفلت دی چې حالات يي خپله شاهددي .

اوس مهال هم چې زمونږ له تلويزيونونو څخه سريالونه نشریږي په حقيقت کې همدی کارونو لپاره اساس ايښودونکي دي ، کفر په هرڅه وتوانيد خو داسلامي کورنۍ له منځه وړلو څخه يي خپل وسائل عاجز شو ، خو پخپله ددی هيواد بچيانوی په لاسو او دخارجي پروژو په مټو دوی وتوانيدل چې داسلامي کورنۍ لپاره تهديد اودرد سر وګرځيي  چې ددی سريالونو کتلو په تعقيب سره ما خپله څو کورنۍ ولیدی چې دطلاق په مفهوم يي لوبی وکړئ چې په پای کې يي ترجلاکيدوخبره لاړه دا ددی کارونو دتحقق يوه بيلګه ده .

يوه مهمه خبره چې زه يي اوس بايد وکړم هغه داچې دطلاق سره صرف دکورنيو تبغيض کرکه او نفرت نه بلکه په اينده نسل او اولاده چې څومره بدی اغیزی لري او څومره مو ټولنه تهديدوي او څومره ستر فجائع رامنځ ته کوي ددی تصور نشي کيدای .

نو زما ټولو ورونو او خويندو ته توصيه ده چې دمور اوپلار په خوښه خپلوي او اړيکه په اسلامي شريعت مبني کول او دمنازعاتو دحل وفصل پرمهال اسلامي شريعت ته مراجعه کول مو ټولی وستونزی همغه وخت حلوي او دسالمی کورنۍ دبقالپاره يواځنی لار همداده او بس .

وصلی الله تعالی علی خير خلقه محمد وعلی اله واصحابه وسلم تسلیما

ليکوال : محمد اکرم (همت)

Print Friendly, PDF & Email