السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وروڼو او خويندو ! دا د هغه غوره خلکو آواز دی چې …..
زمونږ يوه مسلمانه ايطالوۍ خور بی بی فاطمه چې د دوو لورګانو مور ده ، په کال د ۲۰۰۹ کې د اسلام په دين باندې مشرفه شوې ده ، د اسلام راوړلو وروسته يې ځانته فاطمه نوم غوره کړیدی ، عمر يې ۴۷ چې د «Belluno » په ښار کې ژوند تيروي او دوو لورګانو مور ده .
زمونږ خور فاطمه د اسلام راوړلو مخکې د حکومت په يوه اداره کې دنده تر سره کوله چې پخپله دنده کې یوازې ، لږکۍ او اقليت وه او ددې سبب يوازې په الله تعالی او د هغه په رسول باندې ايمان لرل وو .
هغې ته ويل کيږي : حجاب دې لرې کړه که نه له ندې څخه دې شړو ، فاطمې خور په ځواب کې ورته وايي : هيڅکله به حجاب لرې نکړم که څه هم تر مرګ پورې ووهل شمه .
«ام لطفلتين ایطالية أسلمت و دفاع عن الاسلام امام ۳۰ ميليون ایطالوی » عنوان ويديو کې د هغې پر وړاندې د ایطالويانو فشارونه ، چک چکې او مسخري ليدل کيږي مګر هغه په پوره جرأت د اسلام څخه دفاع کوي.
مسلمانو خويندو ! دا د قوي ايمان ثمره ده چې د ۳۰ ميليون ايطالويانو د فشارونو پر وړاندې د اسلام له شعار څخه دفاع کوي .
هغه خويندې چې د هيڅ زور او مشکل پرته حجاب غورځوي ايماني مريضانې دي او د دوی په زړونو کې د کفر او فحشاء حوس پيدا شوی دی خو دوی عملاً د کفر او فاحشو ځناورو بې رحمه او عاطفې ژرنده کله ليدلې ده ؟
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود