امريکايي داعي «يوشع» کافرانو ته په خطاب کې څه وايي ؟

مشهور نابغه امريکايي مسلمان داعي «يوشع» چې د عالم اسلام له پياوړو داعيانو څخه دی هغه کس چې کله مسلمان شو په يوه شپه کې يې نيم قرآن له ژباړې سره ولوستلو او ويل به يې چې زما په ټول ژوند کې همدا خوشحاله شپه وه .

هغه په يو بيان کې د کفارو په اړه وايي :

زه تاسې ته دوی (کفار) معرفي کوم چې ولي خاندې ؟

آیا تاسې دا مقوله اوريدلی چې وايي : اوس خانده وروسته به وژاړې .

دا مقوله پر دوی باندې مطابقت کوي . څه وخت مخکې په نجيريا کې يو کشيش او څو تنه غير مسلم او ملحدين مسلمان شول له دوی څخه ځنو ويل : چې دا ولی او څنګه مسلمان شول .

نن ورځ په هوايي ميدانونو کې مسلمانان جلا کيږي او ځورول کيږي ، زندانونه له مسلمانانو څخه ډک دي ، په ټول عالم کې پر مسلمانانو ظلم روان دی .

زما په هغه ذات قسم دی چې د ځمکو او آسمانونو واکدار دی دوی به د قيامت په ورځ وژاړي .

تاسې څه فکر کوئ کله چې د قيامت په ورځ د خپل خالق پر وړاندې له مسلمانانو څخه جلا ودرول شئ چې تاسې به په دنيا کې جلا درول ظلمونه به مو ورباندې کول او کله چې مسلمانان د الله تعالی په اذن د (ميلمنو په حيث ) جنت ته داخل شي او تاسې شاته پريږدي .

نو هلته به تاسې پر مونږ وخاندی شئ ؟

نو آيا اصلي کار او اصلي مقصد او اصلي بری همدا نه دی اسلام خلکو ته همدا عزت وربښي .

هلته به بيا کافران وايي : ای الله مونږ يوازې د پنځو دقيقو لپاره (دنيا) ته وګرځوه ، تر څو مونږ د هغوی (مسلمانانو) په مثل عمل او لاره اختيار کړو او هغوی سره په صف کې وديږو ، پر هغوی مو ظلمونه کړي وو ، او هغوی مو د ګوانتانامو او نورو زندانونو ته اچولي وو .

الله سبحانه وتعالی به ورته وايي : وخت مو له لاسه ورکړی دی ، تاسې به هلته (دنيا) کې دا کار کړی وو .

 قناة ناشر الامل – اعتنق الاسلام و أفحم العالم و أبهر المسلين

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي