د (۴۰۰) څخه د زياتو کسانو اسلام راوړل

 د «رسالة التنمية » دعوتي مؤسسې چې مشرې يې د «عادل الشعراوي» پر غاړه ده د ۴۰۰ څخه زياتو کسانو اسلام راوړل اعلان کړل .

نومړي مؤسسه وايي :

د افريکا په غرب کې پروت د «توجو» هيواد څو کليو ته د دعوت کافله ليږلې ده . چې لومړی دعوتي کاروان د «برتی» کلي ته تللی د دغه کلي ټول اوسیدونکي ۳۰۵ کسان وو چې يوازې يو مسلمان پکې موجود وو او دعوتي کاروان د دعوت او اسلامي تعليماتو وروسته ۷۵ نارينه او ښځې په اسلام مشرف شول .

همدارنګه د «سوطو» کلي ته نومړی کاروان ځي او هلته د اسلام دعوت او تعليم ورکوي چې په نتجه کې يې ۹۵ کسان اسلام راوړي او همداسې د «جویو » په کلی کې ۱۲۸ کسان اسلام قبلوي .

او همدانګه د «کاروا » ، «کامير » او « ککندي» او «انتم» او «اميمتا» کليو ته نومړی دعوتي کاروان ځي او هلته خلکو ته دعوت ورکوي چې په نتجه کې په هر کلي کې ۷۲ ، ۲۵ ، ۳۱ ، ۳۵ کسان په اسلام باندې مشرف کيږي .

وروسته د «رسالة التنمية» مؤسسه د هرې کلي لپاره يو جومات او يوه د اوبو چاه جوړوي او په جومات کې د اسلامي تعليم لپاره امام مقرروي .

مصدر : شبکة الالوکة – المسلمين في العالم

Print Friendly, PDF & Email