عثماني خلافت (دوهمه برخه)

د عثماني خلافت تأسيس

غازي عثمان خان په کال د (۶۵۶) په داسې حال کې دنيا ته راغی چې مغل د عباسي دولت پر پايتخت بغداد باندې د جنګ په حال کې وو ، سخت او دردناک حالت روان وو ، مغلو د بغداد په شمول د اسلامي امت زيات مناطق تر خپل تسط لاندې راوستي وو ، په هغوی کې  رحم او عاطفې هيڅ معنی نه لرله . د ښځو او ماشومانو په شمول يې قتل عام پيل کړی وو ، خلک يې له شر څخه غرونو ته تښديدل او ښارونه به يې لوټول او سوزول .

ابن کثير رحمه الله وايي : د اهل ذمه يهودو او نصاراوو پرته هيڅ څوک د دوی د تجاوز څخه په امن نه وو ، د مسلمانانو د دغه سخت ضعف پر مهال عثمان دنيا ته راغی چې وروسته د مسلمانانو ستر امپراتور ورڅخه جوړ شو . د الله تعالی حکمت دی چې د سختۍ وروسته آساني راولي او داسې کسان مخې ته راولي چې د اسلامي امت خسارت جبران کړي .

د سلجوقي سلطان د وفات او د مغلو په لاس باندې د سلجوقي حکومت د سقوط وروسته خلک په عثمان غازي باندې راټول شول او هغه يې خپل حاکم وټاکلو .

غازي عثمان د قوي او راسخ ايمان په وسيله د خپل پلار لاره اختيار او جهاد  ته يې ادامه ورکړه او په خلکو کې محبوب جوړ شو . چې مختلفې قبلې او ډلې ورباندې راټولې او د قبلوي حالت څخه عالمي حالت ته داخل شو او عثماني حکومت يې تأسيس کړ.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email