د مور په نس کې د حمل د قصدي يا خطايي قتل سزا

السلام عليکم ورحمه الله و برکاته

د آنلاين اسلامی لارښود ټولو کار کوونکو نه په مننی که يوه زنانه په سهوه او يا په قصدی ډول خپل اولاد چی په نس يی وی سقط کړی نو ددی کار د جبران لپاره څه کول په کار دی تر څو  الله ورته بښنه وکړی؟

په تفصيل سره يی تشريح کړی. الله (ج) مو اجر نصيب کړه.

په درنښت

کوچی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې د مور په رحم کې جنين (حمل ) مړ شي هغه که قصدي لکه د مور په کيډه کې وهل ، يا درملو سره او يا هم خطايي وي په دواړو صورتونو کې ديت واجبيږي چې پنځه اوښان يا يا پنځوس ديناره او يا پنځه سوه درهمه دي .

پنځوس ديناره چې 212.5 ګرام سره زر او 500  درهم 1488 ګرام سپين زر کيږي د قاتل په واريثانو باندي واجبيږي او خپله قاتل باندې کفاره ادا کول مستحب دي .

کفاره د غلام آزادول که هغه نه وي دوې مياشتې پرلپسې روژه نيول دي.

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

إذا انفصل الجنين عن أمه ميتاً، فعقوبة الجاني هي دية الجنين، ودية الجنين ذكراً أو أنثى، عمداً أو خطأ: غرة ـ عبد أو أمة، قيمتها خمس من الإبل، أي نصف عشر الدية، أو ما يعادلها وهو خمسون دينارا أو خمس مئة درهم عند الحنفية  (فقه الاسلامی و ادلته ،البدائع: 325/7).

من تجب له الغرة: اتفق أئمة المذاهب الأربعة وهو الراجح عند المالكية  على أن الغرة تورث عن الجنين بحسب الفرائض الشرعية المعلومة لذوي الفرض والتعصب.
(فقه الاسلامي وادلته (5) البدائع: 326/7، الدر المختار: 417/5)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email