په قسطونو کې د نرخ لوړول سود دی ؟

السلام عليکم ، الله پاک دي وکړي روغ اوجوړ ياست ،ستاسو په څير د مخلصوعلماووليکني روح ته يو بيل آرام
رابښي الله پاک موتل سرلوړي اوآزاد فکره لره، الله شاهد نيسم چي د ريښتيني علماوو سره زړه له تله مينه لرم.
پوښتنه:که چيرته د موټرو له شرکت يا موټرپلورنځي کي د موټرقيمت لس زره يورو وي په نغدو که په قسطو يي رانيسي د مياشتي دوه سوه يورو ورکوي چي طبعا په څوکلوکي به دا قيمت پري کوي البته د موټراصلي قيمت کي کوم زياتوالى نه راځي که په نغدو وي يا په قسطو د موټرخپل لس زره يورو قيمت دى آيا دا معامله سودي ده البته يوه يادونه بايد وشي چي دلته يو تړون يا قراداد بسته کيږي نوکه څومياشتي  مينځ کي قسطونه ورنکړل شي د موټرقيمت درباندي لوړيږي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې معامله مستقيماً له موټر فروشی سره وي نو د قسطونو د ادا کولو بيع جايز ده په شرط ددې چې قيمت به ثابت وي داسې نه کچېرې احياناً د پور په ادا کې ځنډ راشي نو هغوی قيمت زياتوي داسې کول سود دی بلکي د قسط په بيع کې د صحت شرط دا دی چې نرخ او قيمت به ثابت وي د مودې په زياتوالی سره به نه زياتيږي .

او کچېرې د معاملې طرف بانک وي نو سودي لين دين دی ځکه بانک اصلاً د جنس اخيستلو ته ضرورت نلري د هغه مقصد د سودي قرض ورکول دي .

جاء في الموسوعة الفقهية :

ربا النسيئة: وهو الزيادة التي يأخذها البائع من المشتري مقابل التأجيل كأن يعطيه ألفاً نقداً على أن يرده عليه بعد سنة ألفاً ومائة مثلاً.

د قسطونو د بيع تفصيل دلته ولولئ

بيع التقسيط ( د قسطونو بيع )

Print Friendly, PDF & Email