د يهودو د علماوو اقرار

۱- د عبدالله بن سلام اقرار

انس رضی الله عنه وايي کله چې عبدالله بن سلام مدينې ته د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د تشريف راوړلو څخه خبر شو، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې حاضر شو هغه ته يې وويل :

«مَا أَوَّلُ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ؟ وَمَا أَوَّلُ طَعَامٍ يَأْكُلُهُ أَهْلُ الْجَنَّةِ؟ وَمِنْ أَيِّ شَيْءٍ يَنْزِعُ الْوَلَدُ إِلَى أَبِيهِ؟ وَمِنْ أَيِّ شَيْءٍ يَنْزِعُ إِلَى أَخْوَالِهِ؟» (رواه البخاري).

ژباړه : د قيامت لومړی علامه او نښه څه ده ؟ د اهل جنت لومړی خوراک چې هغوی به يې خوري څه دی ؟ او د اولاد د شباهت علت له پلار سره … څه دی ؟

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وحي په وسيله ځواب ورکړ چې :

د قيامت لومړی لويه علامه اور دی چې د مشرق څخه خلک د مغرب په لوري ټولوي ، او د جنت واله خلکو لومړی خوراک د ماهي جګر دی ، او د اولاد د شباهت علت دا دی چې د کورواله پر مهال کچېرې لومړی سړی انزال شي نو ولد يې د سړي سره شباهت پيدا کوي او که لومړۍ ښځه انزال شي نو د ښځې سره شباهت پيدا کوي .

عبدالله بن سلام وويل : ګواهي ورکوم چې ته په حقه پيغمبر يې او ايمان يې راوړ.

عبدالله وويل : يهوديان ډير درواغجن او تهمت لګونکی قوم دی ، کله چې يهوديان راغلل ، جناب ورته وويل : عبدالله په تاسې کې څنګه سړی دی ؟ يهودو وويل : په مونږ کې تر ټولو پوه او عالم سړی او د پوه او عالم سړي زوی دی ، په مونږ کې تر ټولو ښه سړی او د ښه سړي زوی دی . خو کله چې عبدالله راغی او و يې وويل : چې زه مسلمان شوی يم . يهوديانو وويل : دا په مونږ کې بدترين سړی دی .

( مجمع الزوائد و الطبراني ).

۲- د زيد بن سعنه اقرار :

زيد بن سعنه د يهودو د سترو علماوو څخه وو ، يو ورځ يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د صحابه کرامو په منځ کې د قرض د معاملې په باره کې شديد الفاظ له خولې ويستل ، عمر رضی الله عنه وويل : يا رسول الله! اجازه راکړه چې سر يې ورباندې پرې کړم ، رسول الله وفرمايل : نه هغه پرېږده .

يهودي وويل : په الله قسم چې ته په حقه پيغمبر يې ما ستا ټول صفات په تورات کې لوستي دي او ستا ټول صفات مې عملاً ليدلي دي يوازې ستا يو صفت مې نه مو تجربه کړی چې هغه د غضب پر مهال حِلم دی دا مې هم تجربه کړ او بيا يې وويل :

أشهد أن لاإله إلا الله .. وأنك محمد رسول الله

نومړی صحابي بيا وروسته د تبوک په غزا کې شهيد شو .

۳- د يهودي ځوان اعراف :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر او عمر رضی الله عنهما له يو يهودې سره مخ شول چې د خپل زوی د مرګ پر مهال يې تورات تلاوت کولو ، رسول الله هغه ته وويل : «هل تجد في كتابك هذا صفتي ومخرجي؟   » ( آيا په دغه کتاب کې دې زما په اړه څه صفات ليدلي دي ؟ يهودي وويل : نه ، د يهودي زوی وويل : و الله په تورات کې ما ستا صفات او ستا د رسالت خبر ليدلی دی او بيا يې وويل : أشهد أن لا إله إلا الله وأنك رسول الله .

همداسې د شام په سفر کې د بحيرا د راهب اقرار ډير مشهور دی .

(أحمد في المسند 5/ 411 ومجمع الزوائد 8/ 234 ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email