د مسلمانانو تر ټولو سخت دوښمنان يهود دي

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُواْ..](المائده :۸۲).

ژباړه : له مؤمنانو سره په دښمنۍ كي به حتماً يهودان او مشركين تر ټولو خلكو شديد ومومې.

په قرآنکريم کې الله تعالی په بنی اسرائيلو (يهودو ) خپل انعامات او د هغه انعاماتو په مقابل کې د دوی ناشکرې او سرکشي په تأکيد بيان کړې ده .

د موسی عليه السلام قصه هم په تأکيد بيان شوې د خپل پيغمبر  محمد صلی الله عليه وسلم د تسلې لپاره چې موسی عليه السلام هم د دغه قوم څخه ډيرې سرکشی ليدلې دي خو هغه د صبر څخه کار اخيستی دی . نن چې تاسې په مکه او مدينه کې د يهودو له ډول ډول دسيسو څخه ځوريږئ نو صبر کوئ الله تعالی به تاسې پر هغوی باندې برلاسي کړي .

په مکې کې يهوديانو د اسلام پر وړاندې ډول ډول دسيسې جوړولې او مشرکين يې دوښمنۍ ته لمسول ، په مدينه منوره کې د يهودو دری قومونه وو ( بنو قريضه ، بنو نظير او بنو قنقاع) چې د اسلام پر وړاندې يې ډول ډول دسيسې جوړلې مګر دا چې د حق پر وړاندې باطل نشي ټينګ کيدای ، د مسلمانانو پر لاس سخت وځپل شول او له مدينې څخه وشړل شول .

د احزاب د جنګ عاملين هم دوی وو .

همداسې د اسلام په تاريخ کې د هر شر او فتنې په جوړولو کې د دوی لاس دی .

د عثمان رضی الله عنه د فتنې عوامل دوی وو ، چا چې په تاريخ کې د درواغو احاديثو جوړولو بنسټ ايښی يهودی وو ، چا چې د قومي تعصب غږ پورته کړی يهودی وو ، څوک چې د عثماني خلافت پر وړاندې دريدلی آتاتورک يهودی وو ، چا چې د کمونست او الحاد بنسټ اېښی دی مارکس يهودی وو .

همداسې د هرې فتنې تر شاه د دوی لاس دی .

صهيونيست څه شی دی ؟

صهيونيست يو سياسي ، نژادي او متعصب يهودي حرکت دی چې مقصد يې په فلسطين کې د يهودي حکومت جوړول او له هغه ځای څخه پر ټوله نړۍ باندې واک لرل دي .

د صهيونيست نوم د صهيون څخه اخيستل شوی دی ، صهيون په بيت المقدس کې د يو غره نوم دی . او دوی غواړي چې خپل پايتخت په قدس شريف کې جوړ کړي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 18 times, 1 visits today)