د تمباکو سیګریتو کاروبار څنګه دی ؟

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
ایا د تمباکو، سیګریټو او همداډول د چیلم رانیول اوخرڅول
 جایږ کار دی که یا ؟

محمد بشير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

سيګريت او چيلم څکول او نصوار کول چې له تمباکو څخه په لاس راځي شرعاً حرام دي

د حرمت تفصيل او دلائل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/4370

د هر حرام شي کار بار او تجارت هم حرام ځکه د ګناه په کار مدد کول دي او د ګناه په کار کې مدد کول حرام دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [ ولا تعاونوا على الإثم والعدوان] (د ګناه په کار کې به يو له بله مرسته او مدد نه کوئ) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه »
(يقيناً الله پاک چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email