سترګو ته د سينګار لپاره مصنوعي باڼه اچول

اسلامی لارښود کارکونکو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ځما پوښتنه دا ده ښځی سینکار یو شی ته ریمل وایی چه باڼه باندی استعمالوی نو که دا غسل په وخت نه وی لری شوی غسل یی کیږی او که کوم باک نلری

والسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سترګو د باڼو سره مصنوعي باڼه وصلول حرام دي او د ويښتانو په عام وصلولو کې شامل دي کوم چې د لعنت سبب دي

«لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة» (بخاري و مسلم)

 ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم لعنت ويلای دي پر هغه ښځه چې له خپلو ويښتانو سره نور ويښتان پيوند کوي او همدا شان هغه ښځه چې دغه کار کوي

 د لعنت او نفرت سبب يي دا دی چې دغه کار د فريب او دوکې يو ډول دی او بل لعنت د جرم او ګناه سختوالی دی.

همدارنګه د باڼو د وصل لپاره د نيکل او يو قسم پلاستيکي مادې څخه کار اخيستل کيږي چې د باڼو د پوستکې د التهاب سبب ګرځوي او د باڼو د تويدو سبب کيږي .

د غسل او اوداسه حکم :

څنګه چې دا باڼه د پلاستکي مادې په وسيله وصليږي د اوبو مانع ګرځي د مصنوعي باڼو سره غسل او اودس نه صحي کيږي ځکه چې باڼو او د هغه پوستکې ته اوبه نه رسیږي .

جاء في فتاوى اللجنة الدائمة: لا يجوز استخدام الأظافر الصناعية، والرموش المستعارة، والعدسات الملونة، لما فيها من الضرر على محالها من الجسم، ولما فيها ـ أيضا ـ من الغش والخداع، وتغيير خلق الله.

كما أنّه توجد في الرموش الصناعية بعض المواد التي تحتوي على أملاح النيكل، أو المطاط الصناعي التي تتسبّب باحتمالية الإصابة بالتهاب الجفون مما يؤدّي إلى تساقط الرموش

و جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

“الرموش الصناعية لها حكم وصل الشعر” «لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة» .

و جاء في فتاوی الاسلام ويب :

تركيب الرموش الصناعية فيه وصل واتباع للشيطان في تغيير خلق الله.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email