د جناب رسول الله په خوب کې ليدل

السلام علیکم ورحمت الله. پدی هیله چی روغ او جوړ اوسی. عبدالمالک صافی یم د هرات ولایت څخه. مخکی می هم بعضی پوښتنی مطرح کړی وی چی جواب یی هم رارسیدلی وو کور مو ودان. زما اوسنی پوښتنه دا ده چی ما په خپل ژوند کی دری واری محمد ص په خوب کی لیدلی دی ۱. د نبی ع وفات می خوب کی لیدلی چی هغه مبارک وفات شوی وو ۲. یو مسجد جوړلو پر محال د حضرت بلال رض سره ولاړ وو ۳. په دریم وار می داسی حالت کی خوب کی ولید چی زمونگ کور کی ما سره ناست دی او لاس مبارک یی زما پر زنگون ایښی او ډیر زیات نصیحت یی راته کاوه تر نصیحت کولو وروسته چی ما د ده سینی مبارکی ته وگتل نو سینه مبارکه یی پر منځ چیری شوی او د داسی نور نه ډکه وه چی زما سترگی یی وبریښولی نو په خوب کی وویل چی دا د شق الصدر واقع له امله به وی او سمداوره راویخ شوم. پوښتنه دا ده چی لدی قسم خوبونو لیدلو وروسته ما ته سه کول پکار دی او دا رقم خوبونه که زه نورو خلکو ته ووایم یا یی مثلا پر خپل فیسبوک شریک کړم په دی اړه که راته معلومات راکړی

ځواب

بسم الله الرحمن الحيم

کيدای شي يو مؤمن په خوب کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وويني ځکه چې شيطان د نبی صلی الله عليه وسلم په حقيقي صورت ځان نشي جوړولای ، هر چا چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په داسې صورت په خوب کې وليدلو کوم چې په سيرت کې بيان شوی دی نو ده رسول الله صلی الله عليه وسلم په خوب ليدلی دی مګر که د حقيقي صورت پرته بل صورت سره وليدلو نو هغه اصلاً په خوب نه دی ليدلی .

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« مَن رآني في المنام فسيراني في اليقظة ، ولا يتمثل الشيطان بي » (متفق عليه ) .

حافظ ابن حجر روايت کوي : ابن سيرين ته به چې کله چا قيصه کوله چې ما جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په خوب ليدلی دی نو هغه به ورته ويل : نښې يې راته بيان کړه . که صحي ورته ويل به يې تا يقيناً په خوب ليدلی دی او که نښې به يې غلطي وي نو ورته ويل به يې چې تا په خوب نه دی ليدلی . فتح الباري ۱۲/۳۸۳ ).

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email