د مياشتې ليدلو دعا ته کيناستل

بسم الله الرحمن الرحيم د هر څه نه مخکي درته د نبي کرم ﷺ تحفه وړاندي کوم چي عبارت ده له السلام عليکم ورحمة الله و برکاتو الله ﷻدي وکړي چي راته تل په شان روغ جوړ اوسي او الله ﷻدي وکړي چي پاتي عمر مو هم په اسلام د اسلام په خدمت کي تير شي زما يوه پوشتنه ده کله چي سپوږمي راوخيژي (چي اوله ورځ)يي وي خلک ورته دعا کوي ورته کيني (ناستني) ورته دعا کوي قران حديث له نظره څنګه دي مننه سيف الله سيلان نيازي

سيف الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

عبدالله ابن عمر رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله نوي مياشت وليده داسې دعا به يې کوله :

«اللهُ أَكْبَرُ، اللَّهُمَّ أَهِلَّهُ عَلَيْنَا بِاْلأَمْنِ وَاْلإِيْمَانِ، وَالسَّلاَمَةِ وَاْلإِسْلاَمِ، وَالتَّوْفِيْقِ لِمَا تُحِبُّ رَبَّنَا وَتَرْضَى، رَبُّنَا وَرَبُّكَ اللهُ» [صحيح ابن حبان: ۸۸۸ ،سنن الترمذي: ۵ / ۵۰۶]. ژباړه: الله لوی دی ، ای پروردګاره ! د دغه مياشتې را ختل پر مونږ باندې د امن ، ايمان ،جوړتيا او اسلام او پر هغو شيانو د توفيق سبب کړي کوم چې ستا خوښ دي ، زما او ستا پروردګار الله دی .

مګر دعا ته د کيناستلو لپاره مې په سنتو کې هيڅ شی پيدا نه کړل ، ابی شيبه رحمه الله له علی رضی الله عنه روايت کوي چې هغه فرمايي : کله چې نوي مياشت ووينئ نو هغه ته خپل سر مه پورته کوئ (۸/۱۱) ، او شيخ الباني وايي : د دعا کولو پر مهال مياشتې ته مخ کول لکه قبر ته مخ کول جواز نلري ، بلکي يوازې دعا ويل پکار دي .

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email