کافران ولې د اسلامې مقدساتو سپکاوی کوي ؟

دا يو څرګند حقيقت دی چې يهود او نصارا د اسلام سخترين دوښمنان دي او الله تعالی مسلمانان د یهودو او نصارؤ له دوستي څخه منع کړی دي :

قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ …. ( المائدة:51).

ژباړه :ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي .

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ (آل عمران ۲۸ ).

مؤمنان ! پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي .

او تر هغه پورې به له تاسې څخه راضي نشي څو پورې چې د هغوی د دين پيروی ونه کړئ .

وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ (البقرة :۱۲۰ ).

امريکايي کشيش صمويئل زويمر وايي : مونږ غواړو چې مسلمانان د اسلام څخه مسيحيت ته نقل کړو .

که دا امکان ونلري نو غواړو چې مسلمانان له خپل دين څخه وباسو او هغوی سيکولار او لا دينه جوړ کړو .

صمويئل زويمر د قدس په يو کنفرانس کې ويلي : زمونږ هدف د مسلمانانو مستقيم تنصير نه دی ځکه مونږ ددې توان او طاقت نلرو ، بلکي پر مونږ باندې لازمه ده چې مسلمانان د خپل دين څخه لرې کړو .

همدارنګه د شمالي امريکا مبشر روبرت ماکس وايي : مونږ به خپل کوښښ تر هغه پورې ترک نکړو څو پورې مو چې صليب د مکې او قدس پر آسمان نه وي درولی

(حقيقة التبشير في الماضي والحاضر /ص ۱۶۱،تنصير مفهومه و وسائله /ص ۳۳ )

دا چې کله نا کله کافران په ظاهره د اسلام د مقدساتو سپکاوی کوي او کوم اعمال چې د مقدساتو د سپکاوي لپاره يې پر ډاګه ترسره کوي يوه داسې نښه ده چې ټول عام خلک ورباندې پوهيږي ولې د پردې تر شا چې څومره اسلام ضد فعاليت کيږي هغه به نو پوره پوره يو الله (جل جلا له) ته معلوم وي .

هغوی هره لحظه د اسلام د مقدساتو د سپکاوي ، د اسلام له مينځه وړلو دسېسې جوړوي نو مسلمانانو ته هم په کار ده چې هر لحظه د اسلام دفاع ته تيارسۍ ووسي .

کله پر ډاګه قرآن سوځي ، په اسلام پسې دروغ تبليغات کوي او حتی د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی کوي هغه رسول چې په دنيا کې يې د ظلم تغر ټول کړ خلکو ته يې انسانيت ور وښود ، د اسلام څخه مخکې اورپايانو يو بل خوړل ( انسان به انسان ) خوړلو خو د اسلام د بعثت څخه وروسته دوی د مسلمانانو څخه انسانيت زده کړ، د مسلمانانو څخه يې علم او پرمختګ زده کړ او د مسلمانانو څخه يې عدل او سياست زده کړ .

نن د اسلام په ماڼې اور بل دی په چا کې که لږ او ډير ايمان وي نو د دين د نصرت د پاره خپلې هلې ځلې مه سپموي هغه که جسماني وي ، مالي او يا لساني او تبليغاتي وي .

له هغو کسانو مو ګيله نشته څوک چې د ديموکراسۍ پر ځنځير تړل شوي دي ځکه څوک چې د کفري ديموکراسۍ پر ځنځير وتړل شول د هغوی بيا شهوات او نفساني غوښتنی پر عقل غالبې شي چې بيا تر خپل دين ،خپل هيواد او خپل مسلمان ورور نه په عيش نوش کې ژوند او د جيب او خيټي ډکول مهم شي .

د دين سپکاوی د ماتي او ضعف معنی لري :

د نړۍ کفري ټلوالې له کلونو راهسې د اسلام پر وړاندې د سترې جنګي او ورسره تبليغاتي اسلحې تياری نيولو او دوی پوره ډاډه وو چې د نظامي تکنالوژۍ په وسيله به قوي اسلامي هيوادونه لاندې کړو او د فکري او تبليغاتې اسلحې په کارولو سره به مسلمانان له خپل دين څخه واړوو او يا به يې پوره ضعيف کړو .

نه يوازې دا چې اسلام يې حتی ضعيف هم نه کړ بلکي مسلمانان د خپل دين ، اسلامي شعائرو او خاورې څخه په پوره ميړانه دفاع کوي او همدارنګه په غرب کې اسلام په پوره سرعت د پرمختګ په حال کې دی او هره ورځ په زرګونو کسان په اسلام کې داخليږي .

نور نو کافران بالکل مايوسه شول د اسلامي هيوادونو لاندې کولو کار ورنه کړ ، غلامې او درواغجنې مډيا او دروغو تبليغاتو کار ورنه کړ په اسلامي هيوادونو د خپلو مزدورانو قدرت ته رسولو کار ونه کړ او د حق پر وړاندې خو هسې هم د مقابلې هيڅ دليل نه لري نور د بې وسۍ او مايوسۍ په نتجه کې کنځاوي او سپکاوی کوي چې دا به هم هغوی ته هيڅ ګټه ونه رسوي (ان شآء الله )

الله تعالی فرمايي : يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (التوبه ۳۲ ) .

ژیاړه : دا خلک غواړي چې د الله تعالی نور پخپلو پوکيو مړ کړي خو الله د خپل نور د بشپړولو پرته منونکی نه دی که څه هم چې دا کافرانو ته هر څومره ناکاره بريښي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email