اولادونه څنګه له خوبه څخه لمانځه ته پاڅوم ؟

سلامونه او نيکې هيلې مې ومنی ، زه چې کله خپل اولادونه سهار لمانځه پاڅوم ، نه پاڅيږي څو ځله بيدار او بيا بيده شي کله یې همداسې پريږم ، د دغه لپاره که يوه لاره را وښیی ښه به وي .

په درناوی – عبدالله اصلاحي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې اولادونه لمانځه ته پاڅوي نو دوه شيان په پام کې نيسه :

لومړی : د اولاد ديني تربيت او لمانځه ته پاڅول ستا مسئوليت دی .

وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ] (التحريم:۶).

ژباړه:  ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه وساتئ چې خس يې خلک او تېږي دي .

کچېرې ستا په کور کې اور بل شي او دا اور هغه کوټې او اتاق ته ور روان وي چې ستا اولادونه پکې وي نو خپل اولادونه به څنګه پاڅوې ؟

اولادونه په پوره احساس ، زړه سوي او مسئوليت سره پاڅوه ځکه چې د لمانځه په ترک کې لوی عذاب دی .

که دا احساس ولرې هغوی به ضرور  بيدار کړي که په هره طريقه سره وي .

دوهم : دا کار ستا لپاره عبادت دی او په دې کار کې ستا لپاره لوی اجر دی او ستا د اولاد د لمانځه په اجر کې ستا لپاره هم اجر دی نو دا کار په پوره حوصله او صبر تر سره کوه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنْ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا»( مسلم ).

ژباړه : چا چې د نيکۍ طرف ته خلک دعوت کړل نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

کچېرې پورته دوه مقصدونه ولرې نو ته په دې کار کې کامياب شي ان شاء الله .

و بالله توفیق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email