د کفارو له شر او يرغل څخه د اسلامې خاورې ساتلو اجر

په قرآن او سنتو کې د رباط زيات فضيلت ذکر شوی دی ، رباط د کفارو د شر ، يرغل ، او د هغوی د ظلم ،فساد او منکراتو څخه د اسلامي خاورې او مسلمانانو ساتل دي .

له ابی هريرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من مات مُرابطاً في سبيل الله اجریَ عليه اجر عَمله الصالح الذی کان يعمله و اجری عليه رزقه و امن من الفتان و بعثه الله یوم القيامة آمناً من الفزع ( رواه ابن ماجه باسناد صحيح – تفسير القرطبي).

ژباړه : کوم سړی چې په حالت د رباط کې مړ شي نو ده چې کوم نيک عمل په دنيا کې کولو د دغې ټولو عملونو ثواب به پوره جاري وي او د ده زرق به هم جاري وي او د شيطان نه ( يا د قبر د سوال جواب نه ) به هم محفوظ وي او د قيامت په ورځ به الله تعالی دی داسې مطمئن پورته کړي چې د قيامت هيڅ ويره به پرې نه وي .

د مؤمن نيک عمل د مړګ سره سم قطع کيږي (اجر او ثواب يې نه ليکل کيږي ) مګر د جاري صدقې عمل تر هغه وخته پورې ليکل کيږي څو پورې هغه صدقه جاري کله چې قطع شوه نو ثواب يې هم قطع کيږي مګر د رباط ثواب به همداسې جاري وي .

دا د کفارو د شر او يرغل څخه د اسلامي خاورې د ساتلو اجر او بدله ده .

اوس تاسې فکر وکړئ چې د اسلام په خاوره باندې د کفارو مسلط کول ، د هغوی په تسلط کې مرسته او مدد کول ، د هغوی هوايي او ځمکنی ، فرهنګي او سياسي ملشيا جوړيدل ، او د هغوی لخوا د فساد ، فتنو او منکراتو رامينځته کيدل او يا هر شر ، فساد او منکر ته سکوت او پټه خوله اوسيدل به څومره ستر جرم او څومره د ستر عذاب وړ عمل وي .

فکر وکړئ له عقل څخه کار واخلئ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email