د اسلامي حکومت عايدات څه دي ؟

سلامونه ـ 1 پوښتنه : د اسلامي دولت لپاره بديل څه دى . سلامونه ؛ زه د اقتصاد پوهنځي د اتم سميسټر محصل يم . منوګراف موضوع مي د اسلامي دولت لپاره دمالياتو بديل انتخاب کړى ده . څرنګه چي نور نظامونه د خپل مصارفو دتمويل لپاره د وګړو څخه ماليات راټولوي اوس اسلامي دولت خپل مصارفو دتمويل لپاره د کوم ډول منابعو څخه عوايد ترلاسه کوي؟ .نو په دى برخه کي ستاسو همکارى غواړم مننه

محيب الله الهام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي حکومت عايدات يا د مسلمانانو بيت المال عبارت دي له :

۱- زکات او صدقات او زکات په لاندې څلور شيانو کې فرض دی

اول- الأثمان (سره زر ، سپين زر او نغدې پيسې ).

دوهم- عروض التجارة ( تجارتي اموال ) .

دريم – الخارج من الارض (د ځمکې د حاصلاتو زکات يا عشر ) .

څلورم – السائمة من بهيمة الأنعام ( په صحراء کې څرېدونکي څارويو زکات ) .

د زکات مستحقين آته ډلې دي چې د هغه څخه يوه ډله في سبيل الله (مجاهدين او اسلامي حکومت ) دی .

۲- غنائم : هغه مالونه په جنګ له کفارو څخه نيول شوي وي .

۳- الفیء : هغه مالونه چې د جنګ پرته له کفارو څخه نيول شوي وي .

۴- جزيه : هغه مال دی چې د ذمي کفارو څخه اخيستل کيږي .

۵- الخراج : هغه حاصلات دي چې د فتح شويو ځمکو څخه اخيستل کيږي .

۶ – الرکاز : په ځمکه کې پيدا شوې خزانې او معدنيات .

او ماليات چې په عربي کې ورته ماکس وايي شرعی اصل نلري يو ظالمانه کار دی او د خلکو څخه په ناحقه د مال اخيستل دي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email