څوک د جاپانيانو د اسلام راوړلو مخنوی کوي ؟

د جاپان د پياوړې داعي شيخ عبد الکريم سره د فهد الکندري مصاحبه .

شيخ عبداکريم! آیا ممکنه ده چې جاپان مسلمان شي اسلام قبول کړي ؟

ډير ښه ، ډیر مهم سوال دی.

د جاپان ملت د صدق او دقت ملت دی ، د مسلمانانو سره په اخلاقو او صفاتو کې شباهت لري . نو ځکه د ډيرو لپاره آسانه ده چې هغوی په اسلام کې داخل شي .

لکن د جاپان اديان په ډيرو خدايانو باندې باور کولو ولاړ دي .

د تأسف ځای دا دی چې : دلته په جاپان کې د ځنو مسلمانانو سلوک دا څرګندوي چې کواکي دا سلوک به په اسلام پورې اړه لري د اسلام څهره بده معرفي کوي ( حال دا چې د مؤمن ناوړه اعمال د اسلام ترجماني نشي کولای). نو ځکه ډير د هغوی څخه اسلام نه قبلوي.

پياوړی جاپاني داعي شيخ عبداکريم دوو مهمو ټکو ته اشاره کړې ده :

جاپانيان بت پرست دي نو دلته زياته مهمه د توحيد مسئله ده .

د مسلمانانو د ناوړه سلوک بد اثرات .

اهتديت بالقرآن الکويت – فهد الکندري

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email