د اسرائيلی ښځې د اسلام راوړلو له حقائقو ډکه قصه

السلام عليکم

زه د غاښلې ډاکتر صاحب څخه دا پوښتنه کوم چې :

د انجيل په عهد قديم کې کوم چې په عبراني ژبه ليکل شوی دی ۵ باب ۱۶ آیه کې د «محمدِیم » لفظ راغلی دی نو زما سوال دا دی چې مسيحيان ولی په دې باندې اعتراف نه کوي ؟

ډاکتر ذاکر : د «محمديم» نوم «محمد» دی په سامي ژبه کې «ام» د احترام لپاره کارول کيږي لکه : «إله» چې دوی يې «إلهيم» تلفظ کوي .

زه له دغه خور څخه پوښتنه کوم چې ته ولی د مسيحيانو څخه دا پوښتنه نه کوي چې تاسې ولی د محمد صلی الله عليه وسلم په رسالت باندې ايمان نه راوړئ ؟

د محمد صلی الله عليه وسلم ذکر د انجيل په يو ځای کې نه بلکې ډيرو ځايونو کې راغلی دی لکه :

عهد قديم

باب ۱۸ جمله ۱۸

باب ۱۸ جمله ۱۹

باب ۲۹ جمله ۱۲

باب ۵ جمله ۱۶

همدارنګه عهد جديد انجيل يوحنا :

باب ۱۵ جمله ۲۶

باب ۱۶ جمله ۷

باب ۱۶ جمله ۱۲-۱۴

او همداسې نورو ډيرو ځايونو کې . نو دا پوښتنه بايد د هغوی څخه وشي چې تاسې ولی په خاتم المرسلين باندې ايمان نه راوړئ ؟

کومو مسيحيانو چې د فهم او درک څخه کار اخيستی هغوی اسلام قبول کړ مګر هغو نورو چې نه غواړي حقيقت قبول کړي وايي : مونږ له ۴۰ کلونو راهيسې مسيحيان يو نو اوس ولی دين تبديل کړو ؟ يا ډير د دوی څخه وايي مونږ ته مو ملګري داسې او هغسې وايي نو هغوی ته وايو: چې تاسې د نورو په خبرو پسې مه ګرځئ خپله د فکر او درک څخه کار واخلئ ، يا ځنې د خپلو کورنيو او ملګرو د نا خوښۍ د ويرې نه حقيقت نه درک کوي . همدا د هغوی د اسلام نه قبلولو وجه ده .

دوی د خپل اهل او ملګرو رضاء غواړي خو د خپل خالق رضا نه غواړي .

واجبه خو داده چې د خالق رضا د خپل اهل او ملګرو پر رضا باندې مخکې وي . پس چا چې د خپل خالق رضا ته اهميت ورکړ الحمدلله هغوی اسلام قبول کړ .

ډاکتر ذاکر :

خورې ته اوس مسيحی يی او که مسلمانه ؟

ځواب : زه د شپږو مياشتو راهيسې د اسلام په باره کې مطالعه کوم .

ډا کټر ذاکر : ډير ښه

آيا په دې باندې ايمان لرې چې الله يو دی ؟ هو

آيا په دې باندې ايمان لرې چې عيسی عليه السلام د الله تعالی بنده او رسول دی ؟ هو

ددې څخه ورسته شهادتين وايي : او د شهادتين ويلو پر مهال له خوښۍ څخه ډيره ډيره ژاړي .

او دا ژړا د څه لپاره ؟

دا د فطرت خوشحالي وي ځکه هر انسان فطرتاً مؤمن پيدا شوی دی نو کله چې فطرت له خپلې غوښتنې سره موافق شي د خوښۍ او خوشحالۍ اظهار کوي نو ځکه اکثره کسان د اسلام راوړلو پر مهال ژاړي دا د ډيرې خوښۍ او خوشحالی ژړا ده .

منبع : يوتيوب ذاکتر نايک چينل عربي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email