د توبې د بيا بيا ماتولو علاج

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
په دي هیله چي جوړ اورغ به یاست ، الله ج دي ستاسو خدمت په خپل دربارکي قبول اومنظور وګرځوي
زماپوښتنه په دي ډول ده
که څوک دیوګناه څخه توبه وکاږي اوبیرته ځني ماته سي یعني بیا دهغه ګنا مرتقیب سي اودغه عمل څو ځلي تکرارسي څه کول پکاردي ؟
دوهم داسي یوعمل راوښه یاست چي بیاسړي ته یوه وړه اوعادي ګنا ډیره ویرونکي ښکاره سي اودګنا کولو جراعت ونکړي  ، ماخپله څوځلي د ګنا څخه توبه کښلی خو بیا شیطان علیه لعنه غلبه را باندي وکړي اوبیرته ګنا راڅخه وسي . د ځواب په هیله
یاداښت : دغه ګناوي چي مایې یاد اوري په پوښتنه کي  کړي ده لکه د خرابو فلمونو کتل ، ساز او سرود اوریدل او نور دي .


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د توبې معنی الله تعالی ته رجوع کول له ګناهونو او نافرمانۍ څخه پرهيز کولو او په هغه باندې پښيماني اختيارولو ته وايي .

د توبې قبلول د الله تعالی لويه مهرباني ده او خپلو بنده ګانو ته حکم کوي چې :[وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ](31 النور ).

مؤمنانو! تاسی ټول د خپلو ګناهونو نه الله تعالی ته توبه وباسې ددي د پاره چې کامياب شئ  .

د توبی د قبوليت دری شرطونه دي  :

۱- د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې هغه عمل جايري نه ساتي .

۲-  په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳-  دريم دا چه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

او که ګناه د بنده په حق پورې اړه ولري د هغه څخه معافي غوښتل .

مګر که څوک توبه ماته کړي نو بیا د توبه وباسي .

په توبه باندې د ثابت پاتې کيدلو اسباب :

۱- پنځه وخت کامل لمونځ ( په جماعت سره د ټولو احکامو سره ) ځکه لمونځ د ګناهونو او بدو کارونو څخه منع کوونکی دی :

إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ (العنکبوت ۴۵ ) .

۲- د ګناهونو د وسائلو او ځايونو ترک کول .

۳- د قرآنکريم تلاوت ، مسنونه اذکار او د مرګ ډير يادول ځکه دغه اعمال په زړه کې د ايمان نور تازه کوي .

۴- د صالحو کسانو ملګرتيا .

۵- د ښو کارونو کول ځکه : إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ (هود ۱۱۴ ) .

د ګناه د دوام او توبې او رجوع نه کولو پايلي :

څوک چې د خپل خالق او رازق رب العالمين پر ځای د خپل خواهش او شيطان بنده ګې اختياروي نو د لاندې عواقبو انتظار دې وباسي :

۱- د شهوت پالل او توبه نه کول د دوزخ د لارې انتخاب دی ځکه دوزخ په شهوتونو پوشل شوې د شهوت او هوا لاره اصلاً د دوزخ لاره ده .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحفت النار بالشهوات» (او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی).

۲- د الله تعالی په نزد به سپک او بې قدره وي ، څوک چې الله تعالی په نزد قدر غواړي نو هغه ته پکار ده چې د الله تعالی د حکمونو قدر وکړي ، مګر چا چې الله تعالی هير کړ او د هغه د حکمونو قدر يې ونه کړ نو الله تعالی به يې هم په سخته ورځ کې هير کړي .

۳- د ګناهونو د دوام دنياوي عذاب د اطمنان او سکون له لاسه ورکول دي ، او خپل ځان د ضرر او زيان سره مخامخ کول دي ځکه کوم شی چې شريعت حرام کړي دي هغه د انسان په ضرر دي ، او د ګناه دوام د الله تعالی له پام غورځول دي هر چا چې د الله تعالی د ذکر او حکم څخه مخ واړولو نو د هغه ژوند به تنګ وي .

مثلاً : د فحشاء ، زنا او لواطت ، سود ، شرابو او نورو دنيوي عذاب خطرناک امراض ، مالي زيان او نفسي اضطراب دی .

لقوله سبحانه وتعالی:[ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا …. ] (طه: 124).

ژباړه : او چا چې زما له ياد څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email