په طلاق سره قسم کول

اسلام علیکم پوښتنه داده چی یو سری قسم خوری چی ما دا کار بیا وکړو نو دری ځله  طلاق یادوی خو یو ځل  قسم خوری چی په ما دې ښځه طلاق وی او بیا تینه هغه کار وشی نو بیا به څه کوي د جواب په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په غير الله سره قسم کول حرام دي لکه : کعبه ، کوم شخص باندې او طلاق او غيره سره .

مسلمان ته نه ښايی چې د نکاح په کلکه رشته باندې ملنډې ووهي او په ژبه باندې د طلاق ويل او په طلاق قسم کولو باندې ژبه عادل کړي .

د څلورو واړو مذاهبو په اتفاق سره د قسم معلق طلاق ( په کوم کار او شرط پورې تړلی ) طلاق واقع کيږي دليل يې د بخاري دا حديث دی : عن ابن عمر قال: «طلق رجل امرأته البتة إن خرجت» فقال ابن عمر: إن خرجت فقد بانت منه، وإن لم تخرج فليس بشيء.

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

فقال أئمة المذاهب الأربعة: يقع الطلاق المعلق متى وجد المعلق عليه، سواء أكان فعلاً لأحد الزوجين، أم كان أمراً سماوياً، وسواء أكان التعليق قسمياً: وهو الحث على فعل شيء أو تركه أو تأكيد الخبر، أم شرطياً يقصد به حصول الجزاء عند حصول الشرط.

ما أخرجه البخاري عن ابن عمر قال: «طلق رجل امرأته البتة إن خرجت» فقال ابن عمر: إن خرجت فقد بانت منه، وإن لم تخرج فليس بشيء.

بقوله صلّى الله عليه وسلم : «المسلمون عند شروطهم»

فتح القدير: 150/3 ومابعدها، الدر المختار: 715/2-723

نومړی کس به ددې مسئلې د حل لپاره شرعي محکمې او يا د سيمې علماوو ته رجوع وکړي .

Print Friendly, PDF & Email