د سود ټولنيز ، اقتصادي او سياسي اضرار

اول- ټولنيز اضرار :

۱- د محتاج او پوروړي په حق کې ظلم او هغه د احتياج څخه ناوړه استفاده کول او د هغه څخه د کوم عوض پرته ګټه تر لاسه کول .

۲- يوازې د مال او ماديياتو عبادت او بنده ګي کول او د اسلامي اخلاقو او سترو ديني شعائرو له مينځه وړل لکه : قرض حسنه ، د محتاج سره کومک ، صدقه او خيرات او د خير په کارونو کې د مال مصرفول .

اقتصادي اضرار :

۱- د فقر زياتوالی ځکه سود د فقر د پاسه فقر ، د هلاکت د پاسه هلاکت راولي محتاج فقيران د سودخورو تر استعمار لاندې راځي چې هغوی نشي کولای تر ډیره وخته خپل پور ادا کړي د وخت په ترېدو يې نور هم سود زياتيږي او بلاخره يې ورثه وو ته پاتې کيږي .

مال او ثروت يوازې د يوې طبقې لاس ته لويږي او فقيران ور څخه محروميږي .

۲- د پانګو هلاکت او ټولنه د اقتصادي بحران سره  مخامخ کيدل ځکه چې سود په هره ټولنه کې خپور شو نو مال ددې پر ځای چې په ټولنه خپور او تيت شي د محدودو خلکو لاس ته لويږي او هغوی خپلې عياشۍ ورباندې کوي ، برکات له مينځه ځي او آفات نازليږي ځکه د سود په مال کې زکات او خيرات نه وي که يې ادا هم کړي نه صحي کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : :[يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ[  (البقرة :۲۷۶).

ژباړه : الله پاک سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګناهکار نه خوښوي.

۳- د اسعارو او قيمتونو لوړوالی .

۴- د اسلامي تجارت او مضاربت مخنوی کوم چې د يو کس مال وي او بل بې کاره او بې وزګاره سړي ته کار پيدا کيږي او ټولنې ته يې خير او ګټه رسیږي ، د کار او خوارۍ په مقابل کې ګټه حاصليږي ، د سود په شان نه وي چې د کار او عوض پرته ګټه اخلي .

سياسی اضرار :

د حکومت واک به د اهل علم او اهل تقوی پر ځای مالدارو او سود خورو ته حواله کيږي چې په دې سره به په ټولنه کې د منکراتو او شهواتو طوفات خپور شي .

همدا وجه ده چې سود د نورو سترو ګناهونو پر پرتله سخته هلاکوونکي ګناه ده ځکه ضرر یې يوازې شخص ته نه بلکي ټولنې ته رسيږي .

او سود خوړل د الله تعالی پر وړاندې د جنګ اعلان دی [فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ ](البقرة:۲۷۹-۲۷۸).

اللهم سلم سلم

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email