د پلار په کور کې د پيغلې مسئوليت څه دی ؟

د پلار په کور کې د اسلامي امت د پيغلې مسئوليتونو په لاندې ټکو کې خلاصه شوي دي :

۱- مسلمانه پيغله به د الله سبحانه وتعالی په عبادت او اطاعت کې ژوند کوي ، پنځه وخته لمونځ به پخپل وخت سره له ټولو حقوقو ، روژه نيول ، د زېوراتو زکات ورکول ( کچېرې مالکه نصاب وي ) او د اسلامي شريعت ټول اوامر به پر ځای کوي او د شريعت له منع کړ شويو شيانو څخه به ځان ساتي .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً]

۲- د الله تعالی د اطاعت وروسته به د خپل مور او پلار سره ښه سلوک کوي ، لقوله سبحانه وتعالی :

[وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا] (…الإسراء/23، 24).

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ

۳- شرعي علم به حاصلوي :

د شريعت ضروري علم چې عبارت له عقائدو ، د احکامو پيژندلو او نورو څخه دی په نارينه او ښځه فرض دی ، د مسلمانې بی بی لپاره د شرعي علم د حاصلولو مهم چانس او مهم وخت د پلار کور دی ، ځکه والدين تر هر چا پر خپل اولاد سوزي او د خپل اولاد د خير تمه او توقع لري او بل په دغه وخت کې ښځه ته د اولاد مسئوليت نه وي متوجه نو کولای شي په شان سره شرعي علم حاصل کړي .

۴- د عفت او حيا ساتنه :

مسلمانې بی بی ته ټول عمر اسلامي شريعت حکم کړئ دی چې د خپل حيا او عفت ساتنه وکړي ، خو د پيغلتوب دوره د حيا او عفت امانتي دوره ده .

د حجاب کلک ساتل ، د خپلوانو ( د کا کا زوی ، ماما زوی ، عمه زوی ، خاله زوی ) له اختلاط او کډون او ملګرۍ څخه په کلکه ډډه کول ، د بيګانه خلکو نه د بدن د پټولو خبرو او کتلو حجاب کول ، د مخلطو او کډو مکتبونو ، پوهنتونو او دفترونو څخه په کلکه ډډه کول ځکه چې د بيګانه خلکو سره اختلاط عظيم فساد دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email