په دنيا کې د انسان د ژوند اصلي هدف

اصلاً د انسانانو او جنياتو د پيدايښ هدف دا دی چې يوازې د الله سبحانه وتعالی عبادت وکړي يعنې د  هغه (جل جلاله) د حکم او را ليږلی شوي شريعت موافق ژوند تير کړي .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶) .

ژباړه: او نه مو دي پيدا کړي پيريان او انسانان مګر دا چې عبادت وکړي زما .

ځکه چې الله تعالی پيدا کړي يو ، هغه مونږ ته روزې راکوي او د هغه په لورې مو بيرته وګرځيدل دي.

اوفرمايي :[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۱، ۲۲).

ژباړه: (عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ .

هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ) .

موجوده هستي او کائينات د انسان د خدمت لپاره مسخر شوي دي د کوم انسان لپاره ؟ د مؤمن لپاره ځکه د انسان د پيدايښت هدف د خپل رب پيژندل او عبادت دی ، په دنيا او کائيناتو کې ټول شيان اصلاً د انسان لپاره د عبادت کولو اسباب دي ، غير مسلم چې ددې هدف خلاف دی هغه پر ځمکه کې غاصب بلل کيږي او د ځمکې موجوده نعمتونه په ظلم او غصب سره خوري .

  او انسان ته ددې ټولو نعمتونو د ورکړې شکر ادا کولو پکار دي ، نو چا چې عبادت وکړ هغه شکر ادا کړ .

و بالله توفيق

Print Friendly, PDF & Email