د اصحاب الکهف عبرتناکه قيصه

اصحاف الکهف د تنکيو ځوانانو يوه څو کسيزه ډله وه ، چې د (دقيانوس) په نوم يو بت پرست او ظالم پاچا په زمانه کې يې ژوند کولو ، پاچا به په زور پر خلکو باندې د بتانو عبادت کولو ، دغه ځوانان يوازې د يو الله بنده ګې کوله او د بتانو د عبادت څخه يې انکار کولو ، بلاخره د دغو مؤمنو ځوانانو خبر تر پاچا پورې ورسيد او هغه خپل دربار ته ور وغوښتل او له دوی څخه يې پوښتنه وکړه چې تاسې ولی داسې کوئ ؟ هغوی د پاچا پر وړاندې په پوره جرأت  خپل ايمان اعلان کړ .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لَن نَّدْعُوَ مِن دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا (الکهف :۱۴) .

ژباړه : نو ويې ويل، زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ بل معبود وباله نو)، یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره ویلې وي.

پاچا دوی فوراً و نه وژل او څه مهلت يې ورکړ چې تاسې پخپله معامله کې غور او فکر وکړئ .

ځوانانو په خپل منځ کې مشوره وکړه چې مونږ د دفاع او جنک توان نلرو او په دې فتنو کې مو اوسیدل خطرناک دي نو د رقيم نومې درې او د کهف په نوم غار کې پټ شول دوی د اشرافو او درباري کورنيو څخه وو او په لاره کې يو شپون او د هغه سپی هم ورسره ملګری شو ، له قصرونه او درباري ژوند څخه يو غار ته لاړل او په غار کې پټ شول .

فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحمته ويُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا (الکهف :۱۶).

ژباړه : نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي.

الله تعالی دوی د بت پرستانو د شر څخه وساتل ، خوب ورباندې راغی ۳۰۹ کاله د اوبو او خوراک د خوړلو پرته يې الله تعالی ساتنه کوله ، د دوی غار داسې ځای وو چې د لمر وړانګو دوی ضرر نه رسولو ، او الله تعالی په خپل قدرت سره په يو اړخ او بل اړخ کول ، او سپی د غار په خوله کې په دواړو ځنګونو پروت بيده وو .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَت تَّزَاوَرُ عَن كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَت تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ .

او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي چپ اړخ ته  وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ وَكَلْبُهُم بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ ۰الکهف ۱۷،۱۸ ).

ژباړه: او ته به په دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او چپ اړخ اړوو۔ او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى.

د ۳۰۹ کالو وروسته چې کله له خوب نه بیدار شول داسې ګمان يې کوله چې پر مونږ باندې يو ورځ يا د ورځې څه حصه تيره شوې ده ، خپل يو ملګرۍ له پيسو سره ښار وليګلو څو د خوراک لپاره څه  راوړي خو کله چې هغه ښار ته لاړ هلته هر څه تغير شوي وو نه هغه پاچاهي وه او نه هغه خلک او نه يې څوک پيژندل.

وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ (الکهف :۱۹).

او همداسې مونږ دوى بیا راوېښ كړل، د دې لپاره چې دوى په خپل مینځ كې یو له بله پوښتنه وكړي، په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو څومره وخت تېر كړى دى؟ دوى وویل: مونږ یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه وخت تېر كړى دى.

کله يې چې د اخيستلو لپاره پيسې وړاندې کړې نو خرڅونکي ورته وويل: دا خو د (دقيانوس) د وخت پيسې دي کيدای شي تا کوم کنز غلا کړی وي ،نو چارواکو يې ورباندې خبر کړل،او دی يې د پاچا دربار ته حاضر کړ او پاچا ته يې د خپلو ملګرو قيصه بيان کړه او پاچا دوی ته وويل: پر تاسې سوونه کاله تير شوي دي (۳۰۹) ، راځه هغه نور ملګري را وښيه ، پاچا د کهف غار ته ورسره لاړ او د غار څخه د باندې انتظار وو ، د اهل الکهف ملګری غار ته داخل او خپلو ملګرو ته يې حال بيان کړ چې پر مونږ باندي ۳۰۹ کاله تير شوي او حالت دغه شان دی ، پاچا تر ډيره د غار په خوله کې انتظار وو لکه چې غار ته داخل شو هغوی وفات شوي وو . او بيا يې هغوی په همدغه غار کې دفن کړل .

معاصر علماء وايي: چې د اصحاف الکهف زيارت د اردن ، عمان په رقيم دره کې موقيعت لري .

 والله سبحانه وتعالی اعلم

په دې قيصه کې د عبرت څو مهم ټکې :

۱- الله تعالی د مؤمنانو نصرت کوونکی دی لکه څنګه يې چې اصحاف الکهف ته د کفارو د شر څخه نجات ورکړ ، د کفارو عسکر د غار تر خولې پورې ورغلل خو الله تعالی ورباندې ړانده کړل ، په دې غار کې الله تعالی داسې ډار او هيبت اچولی وو چې څوک نږدې نشوای ورتلای ، څو دغو مؤمنو تنکيو ځوانانو ته څوک ضرر ونه رسوي او نه هم د هغوی جسدونه وويني او نه هم څوک د هغوی څه مزاحمت وکړي .

همداسې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه ملګري ابوبکر صديق رضی الله عنه د کافرانو د شر څخه د ثور په غار وساتل ، د کفر ګزمې د غار تر خولې پورې ورغی خو الله تعالی ورباندې ړانده کړل .

۲- د الله تعالی د قدرت ستره نښانه چې دغه ځوانان يې (۳۰۹) کاله د خوراک ، څښاک ، حرکت څخه او دا چې جسدونه يې ځمکه وخوري او ضايع شي وساتل .

۳- په دعوت الی الله کې د تنکيو ځوانانو ونډه او دوی د ايمان قوت .

۴- د قرآن د قيصو د بيان حکمت عبرت دی پکار نه ده چې په هغه باندې د تدبر پرته مرور وشي بلکي په هغه تدبر او فکر پکار دی .

۵- د نيکو خلکو ملګرتيا او د هغه لوی اثر ، يو سپی د نيکو خلکو ملګرتيا کوي د هغه په وجه نوم په قرآن ذکر کيږي .

و بالله توفیق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email