يتيمان د نکاح شوې مور او که د کاکا ګانو کيږي

سلامونه او احترامات مو ومنئ!
د ميړه له مړينې وروسته دهغه زامن د هغې ښځې چې له عدت وروسته يې بل ميړه سره نکاح وکړه چې هغه د دې د خسرګانې له خپلوانو نه دى بلکې پردى سړى دى، بله دا چې همدې ښځې چې ديتيمانو اصلى مور دى،وروسته له دوهم واده کولو خپل زامن پريښودل او دوهم ميړه سره پنځه کاله واوسيدله،اوس خپل زامن له خپلو ليورونو غواړي چې دا زما کيږي.
اوس د شرعيت حکم څه دى،آيا زامن د مور کيږي او که د سکه ترونو ؟
جزاک الله خير

شير شاه صديقي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

وړوکي اولادونه چې د تميز سن يا اوه کلنۍ ته نه وي رسيدلي خدمت او پالنه يې چې په شريعت کې خضانت بلل کيږي لکه : خوراک ورکول ، نظافت او د بدن پاکوالی او نور د هغوی د مور مسئوليت دی

د خضانت ټول احکام دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/9956

او د يتيمانو نفقه د هغوی په کاکا ګانو او نورو وارثانو ده ، کچېرې د وارثان ژوند ښه وي ، وارثان به د خپل مال څخه مصرف ورته کوي مګر که اقتصاد يې خراب وي د يتيمانو د پلار څخه چې څه ورته پاتې شوي وي د هغوی څخه به د ضرورت په اندازه مصرف کولای شي .

مګر کله چې بلوغ ته ورسیږي او يا په معامله پوه شي دوی ته به خپل مال وسپاري .

نور يتيمان پخپل ذات کاملاً ازاد دي ، آزاد او خپلواک بنده ګان او الله تعالی ملک دی، د تميز تر سنه پورې خدمت او پالنه يې پر مور او د بلوغ تر سن پورې نفقه او سرپرستي پر وارثانو او د خپلوی رښته يې پرځای ده .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email