د کوم کور څخه چې کرايه په لاس راځي هغه باندې زکات شته؟

سلامونه او نیکی هیلی
محترمو که یوڅوک ۵۰ لکه روپی ولری او کور پرې واخلي د کال ۱۲۰۰۰۰ کرایی لري څه په خپل مصرف کړی او۹۰۰۰۰روپی پاتی شی زما پوښتنه دا ده چی په اصل سرمایه زکات کیږی او که په پاتی شوی کرایی باندی.

احمد ولي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم کور چې د بيع خرڅولو او تجارت لپاره اخيستل شوی چې مقصد يې خرڅول او پکې ګټه کول وي نو په هغه زکات واجب له [عروض التجارت ] (تجارتي مال څخه شميرل کيږي ) .

مګر کوم کور چې استوګڼې او يا کرايي په لاس راوړلو په نيت اخيستل شوي وي په هغه کې زکات نشته يوازې په حاصلاتو (کرايه ) کې زکات شته کله چې نصاب ته ورسيږي او کال ورباندې تير شي .

کوم پيسې چې د کال په جريان د کور په ضرورياتو مصرف شوي دي په هغه کې زکات نشته هغه پيسې چې د ضرورياتو علاوه او کال ورباندې تير شوي زکات پکې واجب دی ( يعنې په ۹۰۰۰۰ کې زکات واجب دی چې د زکات اندازه ۲۲۵۰ افغاني کيږي).

«و  فارغ  عن  حاجته  الاصـلیة  نـام  و  لو  تـقدیراً  نلا  زکـاة  عـلی  مکاتب‌…و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .

و جاء في مجلة البحوث هيئت علماء عربستان سعودي:

هذه فيها تفصيل، السيارات، والمحل المغلق والذي يعمل، والأراضي والعمارات، كلها إذا كانت للبيع والشراء فيها الزكاة، معدة للبيع فيها الزكاة، تسمى عروض تجارة، فإذا حال عليها الحول زكيت قيمتها سواءً كانت سيارة أو عمارة، أو أرضًا، أو غير ذلك، أما إذا كانت العمارة أو الأرض أو الدكان ” الحانوت ” ما قصد به التجارة، ولكن قصد به أن يؤجره ويستفيد من أجرته، أو أراد أن يستعمله هو فهذا ليس فيه زكاة، لكن إن حصل له أجرة تبلغ النصاب وحال عليها الحول يزكّي الأجرة (مجلة البحوث ج ۱۵ ص ۲۶۰ ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email