نجاست غليظه او خفيفه څه ته وايې اود درهم اندازه څومره ده ؟

 

نجاست غليظه او خفيفه څه ته وايې اود درهم اندازه څومره ده ؟
د انسان بولې او دټولو حيواناتو غټه مرداری ، دانسان او حيوان بهيدونکې وينه ،شراب د چرګانو او هيليو مرداری او نور غليظه نجاست دی .
د حلالو حيواناتو بولې او دحرامو مرغانو مرداری خفيفه نجاست دی
د غليظه او خفيفه نجاست حکم :
که غليظه نجاست د لمونځ کونکې په بدن او جامه د يو درهم په اندازه يا تر هغه لږ وي لمونځ د کراهت سره سره رواه دي ، که تر درهم ذيات وي لمونځ نه صحی کيږي .
که خفيفه نجاست د جامې د څلورمی حصی څخه ذيات شي لمونځ نه صحی کيږي .
(الفتاوی ابوالمختار – التسهيل الضروری ج ۱ ص ۳۸ ) .
د درهم اندازه :
غليظه نجاست هم پر دوه ډوله دی يو هغه دی چې نرم وي لکه متيازی ، شراب او وينه او بل هغه دی چې سخت وي  لکه د انسان او حيوان بولې .
هغه نجاست غليظه چې سخت وي وزن يې له يو مثقال (۴.۲۵) ګرامو سره برابر دی (درالمختارعلی هامش رد المختار ).
د نرم نجاست اندازه د ژوروالی د ورغوي ده .
يعنی چې د لاس په موټی کې ابه واچول شي څومره چې په ورغوي کې پاتی شي چې تقريباً يوه روپۍ کيږي (ردالمختار ج۱ ص ۲۹۳) .

نوټ : د مثقال واحد چې له اوسپنی يا ميسو جوړ وي هم تقريباً د روپۍ په اندازه دي .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 104 times, 1 visits today)