د جُمعې او مازديګر لمونځونه يو ځای کول څه حکم لري ؟

السلام عليکم ، دلته د ناروی په هيواد (Svolvær) ښار کې چې کله د جُمعې لمونځ وشي نو بيا متصل د مازديګر جماعت دريږي د سنتو لپاره وخت نه وي، نو مونږ د سنت لمونځ وروسته ادا کولای شو؟ .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ناروی په هيواد کې د ماسپخين او مازديګر د لمونځونو وختونه سره نږدې دي ، مستحبه دا ده چې د جمعې لمونځ په اول وخت کې ادا شي ، ځکه د ماسپخين په لمانځه کې چې د سختی ګرمۍ پر مهال تأخير مستحب دی نو دا تأخير د جُمعې په لمانځه کې مطلب نه دی ځکه ددې لمانځه لپاره خلک ټوليږي او هغوی ته تکليف وي ، د سخت ضرورت پرته د لمانځه تأخير او آخري او اضطراري وخت ته ځنډول جايز نه دي ، مګر که ضرورت او څه شرعي مصليحت پکې وي باک نلري ، د سنت لمونځ د مازديګر د لمانځه وروسته نه ادا کيږي ، قضايي نه لري .

دې پوښتنې ته ورته پوښتنه الاسلام سوال جواب ځواب کړې ده (https://islamqa.info/ar/145262)

د ناوری هيواد(Svolvær) ښار کې د لمانځه وختونه

2/13/2017

Print Friendly, PDF & Email