د بنده او الله تعالی تر مينځ د جدايی لس حجابه (پردې) دوهمه برخه

پنځم حجاب ضعيره ګناهونه :
ضعيره ګناهونه په دوام او مرور سره کبيره ګرځي ، مؤمن انسان خپله ګناه لويه ګڼي ځکه هغه الله تعالی په خپلو احوالو مراقب ګڼي هغه مؤمن چې وړوکي ګناهونه ناڅيزه نه ګنې په همدې ترتيب د خير کارونه که هر څومره واړه هم وي ناڅيزه نه شميري .
شپږم حجاب شرک دی :
دا له لويو او نريو پردو څخه د بنده او الله تعالی تر مينځ پرده ده ددې پردې د بيرته کولو د پاره خالص توحيد دی .
د شرک واقعي معنی د زړه تعلق له غيرالله سره که هغه تعلق په عبادت کې وي ،يا محبت کې يا زړه کې يا په ظاهري اعمالو کې . هيڅ شی د الله تعالی په نزد دومره بد نه دي لکه شرک او مشرکان .
شرک قسمونه لري چې خطرناک يې پټ شرک دی الله تعالی فرمايي :
{ ویوم نحشرهم جمیعا ثم نقول للذین أشرکوا أین شرکاؤکم الذین کنتم تزعمون (۲۲) ثم لم تکن فتنتهم إلا أن قالوا والله ربنا ما کنا مشرکین (۲۳) انظر کیف کذبوا على أنفسهم وضلّ عنهم ما کانوا یفترون } [انعام: ۲۲-۲۴] او هغه ورځ (ياد کړه ) چې هغوی به ټول راټول کړو ، بيا به هغو کسانو ته چې (له الله سره يې ) شريک پيدا کړی وي ووايو :چيرته دي ستاسې هغه شريکان چې تاسې ګومان کاوه (چې د الله شريکان دي ) ؟
بيا به د هغوی مکر بې له دې څه وي چې ووايي : ای زمونږ پالونکيه په تا (قسم ) دی چه مونږ هيڅکله مشريکان نه وو .
وګوره چې دوی څرنګه پر خپلو ځانونو درواغ وويل خو هغه درواغ چې دوی (پر الله ) تړل له دوی ورک شول .
زما وروڼو او خوندو ! هميشه د خالص توحيد ساتلو په باره کې کوښښ کوئ او له الله تعالی څخه له شرک نه پنا غواړئ او وايئ ({ اللهم إنی أعوذ بک أن أشرک بک شیئاً أعلمه وأستغفرک لما لا أعلمه } خدايه زه پر تا پنا غواړم له دې نه چه تاته څوک شريک جوړ ونيسم په کوم چې زه پوهيږم او په چې نه پوهيږم بخښنه غواړم .
الهې په خپل فضل مونږ له شرک څخه وساته (آمين )
اوم حجاب : په مباح کارونو کې زيادت کول
کيدای شې د انسان ګيډه پرده شي په مابين د بنده او الله تعالی کې . خوړل حلال دي څښل هم حلال دي مګر پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : د آدم زوی هيڅ لوښي نه دې ډک کړی چې تر ګيدې بتره وي (ترمذی )
کله چې ګيده ډکه شي د خوب ويره وي او د بدن اندامونه ښه فعاليت نه کوي چې په دې وجه په انسان کې ټمبلې را مينځه کيږي .
ممکن جامې او په هغه کې بې حده اصراف د بنده او پروردګار تر مينځ پرده وګرځي .رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي (نابود او خوار دی وي د روپۍ او ښايسته جامو بنده ) بخاري
 
آتم حجاب د الله تعالی پر وړاندې غفلت کول :
غفلت هغه وخت په زړه کې ځای نيسي چې بنده له خپل محبوب (الله سبحانه وتعالی ) نه لرې شي د خپل نفساني خواهشاتو لاره ونيسی او د شيطان پيروي اختيار کړي . الله تعالی فرمايي :
{ ولا تطع من أغفلنا قلبه عن ذکرنا واتبع هواه وکان أمره فرطا } [کهف: ۲۸] د يوه داسې چا پيروي مه کوه چې د هغه زړه مو له خپل ياده غافل کړی دی او د خپل نفس پيروي يې غوره کړی ده او ټول کار يې نا انډوله دی .
تر څو چې دا دری نوره (رڼا ګانې ) د انسان زړه ته داخل نشي غفلت له هغه څخه نه وځي :
۱- نور : د الله تعالی د پټو او ښکاره نعموتو په غور کتنه تر څو په زړه کې الله تعالی محبت ځای ونيسي .
۲- نور: د خپل نفس اشتباهاتو او غلطيو ته کتل . دا ددې باعث ګرځي تر څو انسان د نفس اماره خطر ته متوجه شي او خپل نواقص وپيږني او د پروردګار عظمت او کمال درک کړي .
۳- نور : د پاتې فرصت څخه اغظمي استفاده کول د وخت ارزښت پيږندل او تنها د پاتې وخت څخه ګټه پورته کول .
دغه دری ګوني نور د زړه د هميشه بيدارۍ سبب ګرځي او ددې سبب کيږي تر څو بنده هميشه د پروردګار په اطاعت او عبادت کې کوښښ وکړي تر څو د بنده په زړه کې د الله تعالی نور وځليږي او له زړه څخه د غفلت پردې لرې شي .
نهم حجاب غلط سنتونه ،عادتونه او رواجونه
انسان بايد د الله تعالی بندګي وکړي او د غلطې لارې غلط عادت او غلط رواج بندګي ونه کړي او نه هم خپل ځان د هغه اسير او غلام کړي .
د الله خالص بنده بايد الهي احکام عملي کړي او هغه ته خپل ځان وفادار وښئ بايد د شريعی لارو په عادت سره غلطې لارې تر پښو لاندې کړي .
ډير انسانان د خپلو غلطو ټولنيزو رواجونو اسيران دي يو رواج پکې دومره اهميت لري چې ځنې وخت رواج ته پر شريعت ترجيع ورکوي  مثلاً د يو کس زوی زنا وکړي خو د هغه په بدل کې خپله بې ګناه لور په بدو کې ورکوي وګورئ ايا دا د خالق بندګي ده او که د مخلوق او رواج .(العياذ بالله منها ) .
 
لسم حجاب په يوه عمل کې ډير کوښښ او نورو نه غفلت کول
دا هغه حجاب دی چې معمولاً ډير هغه کسان چې په دين پابند وي په دې عمل اخته کيږي . ډير وخت داسې کيږي چه يو انسان د الله تعالی په لار کې ډير کوښښ کوي خو هغه د بنده او الله تعالی په منيځ کې د حجاب سبب ګرځي .
بنده بايد يو ه عمل باندې دومره زړه ونه بالوي او هميشه د خپل پروردګا احسان ته او خپلو کوتاهيو ته پام وکړي .
 
د خپل ځان څخه د يوه کار په اړه رضايت له ځانه سره نور خطرناک آفتونه لري له هغه جملی يو تکبر دی .
بايد په دې پوه شو چې هر څومره زمونږ په زړه کې د الله تعالی لويي وي په همغه اندازه زمونږ په زړه کې د اعمالو وړوکتوب وي بيا انسان په دې ښه پوهيږي چې د الله تعالی په لار کې زما دغه کار د الله تعالی احسان او نعمت په بدل کې هيڅ شی هم نه دی .
دا لس پردې وې چې د بنده او الله تعالی په مابين کې جدايې اچوي بايد په صداقت سره خپل ځان ته فکر وکړو او ووينو چې څو پردې زما او زما د رب تر مينځه شته او ددې پردو د لري کولو لارې څه دي ؟
له الله تعالی څخه په ويلو ،قبول او عمل کې اخلاص غواړم
 وصلى الله وسلم على نبینا محمد وعلى آله وصحبه وسلم
ليکنه : امام ابن قيم (رح )
ژباړه : حمدالله شاکري
Print Friendly, PDF & Email