د دعا فضيلت او اهميت

د دعا په فضيلت او اهميت کې ډير قرآني آيات او احاديث راغلي دي چې دلته مو د هغه څو را نقل کړي دي چې د دعا د فضيلت او اهميت پيژندلو د پاره به ان شاء الله کافي وي .

قراني آیتونه :

الله جل جلا له  فرمايي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ [البقرة:186]

ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .

و قال الله تعالى: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60] د الله جل جلا له  ارشاد دی : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم

نبوي احاديث :

د نعمان بن بشير رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «الدعاء هو العبادة» ( الترمذي د 2969 )

ژباړه: دعا عبادت دی.

ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء ( الترمذي 3370 )

ژباړه: الله (جل جلا له)  په نزد د دعا نه بغير بل د اکرام او عزت شی نشته.

لا يرد القضاء إلا الدعاء ، ولا يزيد في العمر إلا البر ( صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 2139 )

يژباړه: په قضا کې بدلون نه راځي مګر په دعا سره عمر نه اوږديږي مګر په نيکی سره.

Print Friendly, PDF & Email