په معاش کې زکات شته ؟ کچېرې د معاش ماليه ورکړ شي ؟

د اسلام انلاین د وېب پاڼې درنو چلوونکو سلامونه او ښې چارې

نن مو په دفتر کې په دې بحث وو چې په معاش کې زکات نشته ځکه چې له دې څخه دولت مالیه اخلي او دا بیت المال ته ځي

ایا رښتیا په هغه د معاش پیسو کې چې دولت ترې مالیه اخیستې وي زکات نشته که په همدې ايمېل يې راته ولیږي مننه به مو وي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زکات د مالياتو سره هیڅ اړه نلري .

زکات د اسلام دريم رکن دی په مالک نصاب فرض دی ، د الله سبحانه وتعالی حکم دی ، محکمه فريضه او عبادت دی .

د مالياتو په ورکولو زکات نه ساقطيږي ، ماليات د حکومت حکم او غوښتنه ده ، چې د خلکو د شخصي مزدورۍ څخه ماليات اخيستل ظالمانه او حرام عمل دی .

قال علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :

“لا يجوز أن تحتسب الضرائب التي يدفعها أصحاب الأموال على أموالهم من زكاة ما تجب فيه الزكاة منها ، بل يجب أن يخرج الزكاة المفروضة ويصرفها في مصارفها الشرعية ، التي نص عليها سبحانه وتعالى بقوله : ( إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ ) الآية” انتهى .

يعنې : دا جواز نه لري چې څوک ضرائب يا ماليات د زکات په اموالو کې حساب کړي بلکي په هغه باندې دا فرض ده چې د خپل مال زکات ادا کړي او هغه د اسلام موافق مصرف کړي کوم چې الله جل جلا له  ور باندې امر کړی دی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ ) الآية”

 “فتاوى اللجنة الدائمة” (9/285) .

والأصل في فرض الضرائب على الناس أنه محرم ، بل من كبائر الذنوب ، ومتوعد فاعله أنه لن يدخل الجنة ، وقد جاء في السنة النبوية ما يدل على أن الضريبة أعظم إثما .

اصلاً پر خلکو باندې د مالياتو مقررول حرام دي ، بلکي دا د کبيره ګناهونو څخه دي ، ماليی اخيستونکي (چې توبه و نه باسي ) جنت نه شي داخليدای ، او نبوي سنت په دې باندې دلالت کوي چې دا لويه ګناه ده .

نور تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/292

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email