په خوب کې د زيات احتلام علاج

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!

څنګه کولای شو چی د ډیر شیطان تیر ایستلو څخه په اسلامی طریقه ځان و‌ژغورو.

او بل دا چی که زنانه هم د شیطان په واسطه تیر ایستل شی نو هغی ته به څنګه څرګندیږی چی هغه شیطان تیر ایستلی ده، په کومو حالاتو کی ورباندی غسل فرض او په کومو حالاتو کی ورباندی غسل نه فرض کیږی. ښه په تفصیل سره یی بیان کړی تر څو چی هره پوښتنه پکی ځواب شی. هیله ده چی ځواب ژر او په پوره تفصیل کی راکړی.

ستاسی د نه ستړی کیدونکو هلو ځلو نه نړی مننه

الله مو تل سر لوړی او آباد لره

په درنښت

کوچی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

احتلام طبيعي شی دی چې په هغه باندې انسان نه نيول کيږي ځکه په حديث شريف راغلي چې د دريو کسان عمل نه ليکل کيږي يو د هغو څخه بيده کس دی «رفع القلم عن ثلاثة عن النائم حتى يستيقظ»

د زيات احتلام کېدو علاج :

اول – د بيده کيدو پر مهال له شهواني خيالاتو څخه پرهيز کول .

دوهم – د شيطاني فلمونو ، سريالونو څخه پرهيز کول چې دا کار مطلق حرام دی .

دريم – د نامحرمو څخه خپل نظر ساتل .

څلورم – د بيګا اذکار ويل لکه :

د بيده کيدو پر مهال [قل هو الله ، قل اعوذ برب الفلق ، قل اعوذ برب الناس] سورتونه لوستل په خپلو لاسونو چوپ کول او ټول ځان ورباندې مسحه کول .

ايت الکرسي ويل .

د بيده کيدو دعا ويل : «بِاسْمِكَ اللَّهُمَّ أَمُوْتُ وَأَحْيَا»

د البقرې سورت ورستې آيتونه د [ آمن الرسول ….څخه تر آخره ] پورې ويل .

ښځه هم د نارينه په شان احتلام کيږي ؟

هو ښځه هم ځنې وخت د نر په شان په خوب کې احتلام کوي د امه سلمه  رضی الله عنها نه روايت دی چې  ام سليم وويل (يا رسول الله إن الله لايستحي من الحق، فهل علي المرأة غسل إذا احتلمت؟ قال نعم إذا رأت الماء) يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د حق له بيانولو شرم نه کومه ، آيا ښځه چې کله احتلام شي پر هغه باندې غسل واجبيږي ؟ ويې فرمايل هو کله چې د مني اوبه وويني (متفق عليه ) .

د نارينه د مني اوبه سپينې او ټينګې مګر د ښځې زيړې او رقيقې نری اوبه وي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email